د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د کوریا جمهوریت سفیر ژاهیونګ ري سره د مخه ښې کتنه کې د نوموړي د کوښښونو د قدرونې په موخه هغه ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړ.
جمهوررئیس غني په دې کتنه کې د افغانستان سولې او انکشاف لپاره د جمهوري کوریا د دوامداره مرستو مننه وکړه وې ویل، د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجربو د تبادلې، حکومتولۍ او خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې ډېر فرصتونه شته چې باید استفاده ترې وشي.
جمهوررئیس وویل، جمهوري کوریا دې له افغانستان سره د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ښوونې او روزنې او د ډیجیټل کولو په برخو کې خپلې بریالۍ تجربې شریکې کړي.
د جمهوري کوریا سفیر ژاهیونګ ري په افغانستان کې په خپل ماموریت خوښي وښوده او له افغانستان څخه د خپلو ښو خاطرو لرلو ترڅنګ یې وویل، جمهوري کوریا د افغان حکومت د ټولو برنامو ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه، جمهوري کوریا د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده او له طالبانو ډلې سره د سولې په خبرو کې باید ټول ټولنیز او سیاسي ظرفیتونه وساتل شي او دوام وکړي.#