جمهوررئیس غني د اترا ادارې د کړنوراپو او برنامې واورېدې

جمهوررئیس غني د اترا ادارې د کړنوراپو او برنامې واورېدې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مسوولینو سره په غونډه کې د دغې ادارې د کړنو راپور او برنامې واورېدې.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، په پیل کې جمهوررئیس غني د افغانستان پر ډیجیټلي کولو د پانګونې، مخابراتي او (4G) انټرنیټي خدمتونو په اړه د اترا ادارې برنامې واورېدې وې ویل، هره اداره باید له ضرب الاجل سره یوځای منظم  کاري او پایله بښونکی قرارداد ولري.

جمهوررئیس زیاته کړه: هیڅ دلیل د منلو وړ نه دی چې په کارونو کې مو پرمختګ نه درلود. له جینوا کنفرانس وروسته چې پرون په بریالي ډول ترسره شو، زما لومړیتوب دادی چې څه ډول د ادارو کاري پایلې وارزوم او برنامې پر وخت او چټکې پلې او خدمتونه په سم ډول وړاندې شي.

وروسته د اترا ادارې رئیس عمر منصور انصاري د یادې ادارې د کړنو د عمومي راپور وړاندې کولو پر مهال له فریکونسیو د عوایدو، انکشافي برنامو د تطبیق، د یادې ادارې د پیاوړتیا، د کابو شل پروژو د ډیزاین، خصوصي سکتور سره د اړیکو، له کمپنیو سره د ګډې ستراتېژۍ، نوري فایبر لپاره د زېربنا، سیم کارتونو د تنظیم، په معلوماتي ټکنالوژۍ کې د لومړیتوبونو، په مارکیټونو کې د مقرراتو او د (4G) انټرنیټي خدمتونو د پلان په هکله، جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

نوموړې د دې په بیانولو سره چې موږ د انټرنیټي خدمتونو پر څلورم نسل  (4G) په شدت کار کوو او د دغې پروسې په مهم پړاوو کې قرار لرو، د مخابراتو انکشافي صندوق او په یاده اداره کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ د پیاوړتیا لپاره  پر منابعو هم خبرې وکړې.

د اترا ادارې رئیس د کلیوالي او ښاري ملي فایبر د پراختیا په اړه چې د یادې ادارې له مهمو برنامو څخه دي یادونه وکړه وې وېل، غواړو په دې برخه کې لا زیات کار وکړو.

جمهوررئیس غني وویل، موږ باید د حکومتولۍ د ډیجیټلي کولو ظرفیت ولرو. د مرکزي احصائیې او اترا ادارې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت باید په همغږۍ کار وکړي او په منظمه ستراتېژۍ کې باید د خپلو فعالیتونو لوی تصویر وړاندې کړي.

جمهوررئیس څرګنده کړه: معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي د مهمو سکتورونو له ډلې ده او له جینوا کنفرانس وروسته مې لومړنۍ غونډه د دې ادارې له مسوولینو سره وکړه.

د هیواد جمهوررئیس وویل، (4G) انټرنيټي خدمتونه باید پایله ورکوونکي وي او د افغانستان حکومت او د پرانېستې حکومتولۍ د ډیجیټلي کولو لپاره باید لا زیات نوښتونه وکړو.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، اترا باید له هغو کمپنیو سره چې په دې سکتور کې فعالیت لري ګډه ژبه پیدا کړي او پر یوې ستراتېژۍ دې کار وشي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې پر دې په ټینګار سره چې کمپنۍ باید پر قوانینو پوه شي وویل، موږ باید د ډیجیټلي کولو پر لور ولاړ شو او په دې برخه کې دې هڅې لا زیاتې شي او له بین المللي ټولنې څخه هم غواړو چې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.#