دافغانستان او ترکمنستان جمهوررئیسانو ټلیفوني خبرې وکړې

دافغانستان او ترکمنستان جمهوررئیسانو ټلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني او د ترکمنستان جمهوررئیس قربان قلي بردي محمدوف نن ماسپښین ټلیفوني خبرې وکړې.

په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د دوستانه او نېکو اړیکو په هکله خبرې وکړې.

د ترکمنستان جمهوررئیس، جمهوررئیس غني ته د جینوا کنفرانس د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، هیواد یې له افغانستان سره دوامداره مرستو او همکاریو ته ژمن دی.

د دواړو هیوادونوجمهوررئیسانو د ترسره شویو کارونو، ټاپې او ټاپ پروژو او نوري فایبر شبکې د غځولو په اړه هم خبرې وکړې او د دغو پروژو د بشپړولو په خاطر یې پر درې اړخیزه او څلور اړخیزو میکانیزمونو هوکړه وکړه.

همدا راز د افغانستان او ترکمنستان جمهوررئیسانو، افغانستان ته پر وارداتي برېښنا د خبرو پر مهال هوکړه وکړه چې د افغانستان برېښنا شرکت دې د ترکمنستان لوري سره خبرې وکړي، ترڅو افغانستان ته د وارداتي برېښنا مشخصات او جزئیات نهايي کړي.

په دغه ټلیفوني تماس کې د ترکمنستان جمهوررئیس وویل، د دغه هیواد په مرسته په اقینې بندر کې جوړ شوی جامع جومات به چې د ۵۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري، په نږدې راتلونکي کې پرانیستل شي.

جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر به د یاد جومات د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړي.#