د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د جینوا کنفرانس د بریالي ترسره کېدو او د یاد کنفرانس په سند کې د افغانستان حکومت د تعهداتو د څرنګوالي په اړه چې د یوه میکانیزم پر اساس وکولای شي هغه د برابرشوي تقویم مطابق عملي کړي، خبرې وشوې.
همدا راز دواړو لوریو د سولې پروسې او د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو کې د اصلاحاتو په اړه چې په افغانستان کې فعالیت لري، بحث او خبرې وکړې.#