کاپيسا ولايت کې د مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

کاپيسا ولايت کې د مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو د خپلو جنايتونو په دوام پرون په يوه تروريستي بريد کې مدني فعاله او د ښځو د حقونو مدافع فرشته کوهستانۍ او د هغې ورور د کاپيسا ولايت د کوهستان لومړۍ حصې په دهنو ولسوالۍ کې په شهادت ورسول.
جمهوررئیس غني د دې وحشیانه برید د سخت غندلو ترڅنګ، دا برید د بشري او اسلامي ارزښتونو خلاف وباله وې ويل، طالبانو او نورو تروريستي ډلو متاسفانه په دې وروستيو کې د هیواد په مختلفو سيمو کې د تاوتريخوالي په زياتولو سره پر ملکي وګړو بریدونه کوي او عامه تاسيساتو ته زيان رسوي.
جمهوررئیس غني د دې تروريستي پېښې د شهيدانو کورنۍ ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کوي، فرشتې کوهستانۍ او د هغې ورور ته د فردوس جنت دعا کوي.#