ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني دېته په پام چې د هیواد په شمال کې زموږ قرغیز وطنوال د ژمي په موسم کې د سړې هوا له ګواښ سره مخ دي، دوی ته د بېړنیو مرستو رسولو لارښوونه وکړه.
جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ته چې د اضطرار کمېټې ریاست هم په غاړه لري دنده وسپارله چې د هیواد په شمال کې قرغیز وطنوالو ته د بېړنیو مرستو رسولو په خاطر عاجل اقدامات وکړي.#