د عامه ساتنې ملي تصدۍ عمومي ریاست ویاند د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د عامه ساتنې ملي تصدۍ عمومي ریاست ویاند د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ عمومي ریاست د ویاند ضیا ودان پر موټر د برید په پایله کې نوموړی له خپلو دوو همکارانو سره شهید کړ.

جمهوررئیس د دغه تروریستي برید د غندلو پرمهال وویل، پر وطنپالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو برید د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دا ښیي چې هغوی سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف بې ګناه خلک وژني او عام المنفعه تاسیسات ویجاړوي.  

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس اړوندو ارګانونو ته د دې وحشیانه برید د عاملینو د تشخیص او مجازاتو په اړه د لارښوونې ترڅنګ   د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي.