سي. این. این تلویزیوني شبکې سره د جمهوررئیس محمداشرف غني مرکه

سي. این. این تلویزیوني شبکې سره د جمهوررئیس محمداشرف غني مرکه

خبریال: جمهوررئیس غني او لومړۍ مېرمن رولاغني؛ ښه راغلاست. ډېر کم پېښېږي چې د یو هیواد جمهوررئیس او لومړۍ مېرمن دې همزمان مرکه وکړي. لومړی که د نوي میلادي کال په اړه پیغام لرئ، خصوصا داسې مهال چې د متحده ایالتونو نوې اداره د ایجاد په حال کې ده.

جمهوررئیس غني: لومړی تاسو ته د نوي کال مبارکي وایم. همدارنګه د کرونا د تلفاتو په اړه د خپلې ژورې ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوم.

۲۴۴۸ امریکایي ښځو او نارینه و ته په درناوي چې په افغانستان کې یې د خپلو ځانونو په نذرانه کولو زیاته قرباني ورکړه، زموږ په هیواد کې د امریکایي نظامیانودخدمت، مننه کوم.

له ټپونو رغېدلې، متحدې او داسې نړۍ ته سترګې په لار یوو چې زموږ مشارکت د متقابلو منافعو، درناوي او باور په اساس پیاوړی شي. باور لرم وبه توانېږو چې په افغانستان کې سوله او سیمه کې ثبات تامین کړو.

لومړۍ مېرمن: غواړم دې مورد ته اشاره وکړم چې کرونا عجز موږ ته را زده کړ. موږ پوه شو دا مهمه نه ده چې څوک یوو، زموږ د ژوند کنټرول زموږ په لاس کې نه دی، تل باید ځان له شرایطو سره عیار کړو. دا درس مو له تېر کال زده کړ.

خبریال: په پیل کې غواړم هغه پوښتنه وکړم چې زما په نظر تاسو دواړو ته د افغانانو د استازو په توګه راجع کېږي. د سولې مذاکراتو یا په بل عبارت د امریکا متحدو ایالتونو په ملاتړ د سولې پروسې وروستي جزئیات څه دي؟

جمهوررئیس غني: لومړی، د دې بهیر پیل ارزښتناک دی، ځکه له نږدې شل کاله جنګ وروسته مو مذاکرات پیل کړل. پروسه پڅه وه، ځکه له څلور میاشتې زیات مو د مذاکراتو پر کړنلاره بحث وکړ.

د مذاکراتو د دویم دور پیغام دادی چې ایا پر خپلواک، ولسواک، متحد او له ځان او سیمې سره په سوله کې افغانستان باندې چې نړیوالې ټولنې او سیمې له موږ سره پرې توافق

کړی، توافق کولای شو؟ د یادې موخې د منلو په صورت کې کولای شو مخته ګام واخلو، خو که د طالبانو موخه د سولې پروسه کې تسلط او د هدیرې ارامۍ ته ورته سوله وي، نو دا سوله به ناوړه پایلې ولري. زموږ ټولنه متحده او د سولې غوښتونکې ده، خو موږ مثبته سوله غواړو.

لومړۍ مېرمن: بلې، غواړم دا څرګنده کړم، په دوحه کې چې د سولې مذاکرات پیل شول، موږ تل اورېدل چې دا مذاکرات به د ښځو د حقونو په بیه تمام شي او هغه مهال راته واقعا په زړه پورې وه، چې ښځې شاته ونه ګرځېدې او تسلیم نشوې. هغوی نه یوازې ودرېدې او خپل غږ یې پورته کړ، بلکې په خپلو کوښښونو یې خپل سیاسي پوخوالی وښوده او وې کولای شول په پروسه کې په ښه توګه ونډه واخلي. اوس هغوی یوازې د ځان نه، بلکې د هیواد او ټولو افغانانو استازیتوب کوي چې د قضیې د مثبت بعد په توګه ورته کتلی شو.

خبریال: غواړم ستاسو پام ستاسو د مدني حقونو کمېسیون کمیشنرې ګیسو یاري سره څو میاشتې وړاندې مرکې ته جلب کړم. چون هغه مهال هم مذاکرات په جریان کې و. له تاسو سره په دې مورد کې کاملا موافق یم حتی یو شمېر هغه ښځې چې له کوره د بهرتلو اجازه یې نه لرله، اوس له طالبانو سره د مذاکرې په مېز کې حضور لري او دا یو پام وړ حقیقت دی. په دې لنډه ویډیو کې مېرمن ګیسو یاري له ما سره په مرکه کې په خپلو او د ټولو ښځو په اندېښنو غږېږي.

[د مېرمن ګیسو یاري د ویډیو کلیپ: هغه مهمه نکته چې بین المللي ټولنه باید ورته پام وکړي داده چې موږ تسلیمېدو ته حاضرې نه یوو. موږ د تېرو شلو کالو د لاسته راوړنو له لاسه ورکولو ته حاضر نه یوو. هو موږ یقینا په هیواد کې د سولې غوښتونکي یوو؛ اما ایا هغه سوله غواړو چې د ښځو د حقونو او د دوه لسیزو لاسته راوړنو د قربانۍ په بیه وي؟

غواړم له تاسو وپوښتم ، ځکه تاسو مخکې د ښځو په اړه د طالبانو د لیدلوریو او دا چې ښځې فکر کوي د هغوی غږ رسا نه اورېدل کېږي وغږېدئ. ایا ډاډه یاست چې حتی د سولې د هوکړې د لاسلیک په صورت کې، هغوی (طالبان) د ښځو لاسته راوړنو او هغو حقونو ته چې د افغانستان اساسي قانون کې د ښځو لپاره ترسیم شوي، درناوی وکړي؟

لومړۍ مېرمن: اجازه راکړئ، دا پوښتنه داسې ځواب کړم. طالبان زموږ وروڼه او خویندې دي او د افغانانو په توګه حق لري چې افغانستان ته راشي او ژوند وکړي او زیاتو یې دا کار کړی. پوښتنه داده چې ایا هغوی باید د خپل فکر طرز هم پر خلکو تحمیل کړي یا نه؟ او زموږ دریځ دادی چې اساسي قانون، په افغانستان کې تنوع برابره کړې. موږ متنوع ډلې، قومونه، ژبې او مذهبونه لرو او که طالبان وغواړي چې د اساسي قانون تر چتر لاندې وي، هغوی ته

ځای شته. کولای شي ژوند وکړي او لکه دمخه مې چې وویل، زیات یې دلته ژوند کوي. هغوی کولای شي د دولت له خدماتو برخمن شي او د ټاکنو پروسې له لارې خپلو سیاسي موخو او ارمانونو ته ورسېږي.

خبریال: ښاغلی جمهوررئیس، غواړم له تاسو وپوښتم. تاسو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانوله سقوط وروسته په افغانستان کې له مخکښو کسانوڅخه وئ. تاسو د مخکېني جمهوررئیس حامدکرزي په اداره کې کار کړی او اوس په خپله جمهوررئیس یاست. ستاسو په نظر شونې ده د امریکا ترټولو اوږد جنګ داسې پای ومومي چې ستاسو د خلکو حقونه تضمین او روان تاوتریخوالی پایته ورسېږي؟

جمهوررئیس غني: موږ په یوه پرانیستې زماني مقطع کې یوو. لوی فرصت شته چې د ښاغلي بایډن په رهبرۍ د متحده ایالتونو راتلونکې اداره له موږ سره کار وکړي:

لومړی باید په افغانستان او سیمه کې د متحده ایالتونو امنیتي ګټې تعریف شي. هیڅوک په زیاته پیمانه (د امریکایي ځواکونو) راستنېدل نه غواړي.

دویم، د څلوېښت کلن جنګ د پایته رسېدو لپاره د افغانستان پر راتلونکي ثبات توافق او د سیمې او نړیوالې ټولنې تضمین، اړین دی.

دریم، زه د سولې بهیر مالک یم او هغه مې رهبري کړی. زه په ۲۰۱۸ کال کې د هیواد په تاریخ کې د لومړني اوربند بنسټګر وم. د افغانستان خلک او حکومت باید د سولې بهیر مالکان وي.

څلورم، په افغانستان کې د متحده ایالتونو د حضور اندازه او محدوده باید تعریف شي. دلته مهمه مسله د شرایطو او زمان ترمنځ د اړیکو ټینګولو څرنګوالی دی.

زما اساسي موخه د خلکو د ارادې له لارې خپل منتخب ځایناستي ته د واک لېږد دی. دا کار د ملکیان، فعالانو او نورو اقشارو سرښندنو ته د درناوي لپاره، ارزښتناک دی.

دا باید واضح وي، افغاني ټولنه تېر ته ورستنېدل نه غواړي او موږ هغه ټولنه نه یوو چې طالباني شېوه او د فکر ډول پر موږ تحمیل شي. سوله (د طالبانو وخت کې)د هدیرې ارامي ته ورته وه. موږ مثبته سوله غواړو چې ټول په ګډه په خپل تېر بریالي شو، په پراخه غېږ یو بل ومنو او یو ځای هغه افغانستان چې زه یې څلور لاره بولم اباد کړو ؛ هغه ځای چې تمدنونه، خلک او ټول فعالین په کې په خپلو کې په تعامل کې وي.

خبریال: تاسو وایئ نه غواړئ د امریکا پراخ حضور همېشنی وي. لومړی، جمهوررئیس ټرمپ په افغانستان کې نیمایي ته د متحده ایالتونو د سرتېرو د اوسني شمېر دکمولو غوښتونکی دی او منتخب جمهوررئیس ښاغلی بایډن به هم مداخله او ټینګار ونه کړي؛ په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟ سي. بي. ایس شبکې سره د ښاغلي بایډن مرکې ته مو پام رااړوم. دا مرکه تېرکال د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه تر نوماندۍ وړاندې شوې.

[د ښاغلي بایډن د مرکې کلیپ: ایا زما مسوولیت دی؟ په دې اړه هیڅ مسوولیت نه لرم. زما مسوولیت د متحده ایالتونو د ملي ګټو ساتنه ده او دا چې په نړۍ کې د(نورو) د ستونزو د حل په خاطر د قوې له استعمال سره زموږ د هیواد د ښځو او نارینه و ژوند په خطر کې وانه چوم. دا د جمهوررئیس په توګه زما مسوولیت دی او د جمهوررئیس په توګه به دا کار وکړم.

جمهوررئیس غني: زه د امریکا منتخب جمهوررئیس ښاغلي بایډن سره په دې موضوع کې چې د هغه مسوولیت د امریکا د خلکو ساتنه ده، موافق یم. له کوم وخته چې جمهوررئیس شوی یم، له ۲۰۱۵ څخه تراوسه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تلفات ۹۸ تنه وو، حال دا چې په همدې موده کې له ۴۰ زره زیات ملکي او نظامي افغانانو ژوند له لاسه ورکړی. موږ ستاسو د امنیت په خاطر د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لرو.

اساسي او کلیدي موضوع خیرات یا مسوولیت نه دی. موږ له متحده ایالتونو څخه د هغه څه په خاطر چې زموږ لپاره یې کړي منندوی یوو. اوس پوښتنه داده چې د تروریزم تهدید څه دی؟ ایا تروریزم یو سیستم دی یا په فردي توګه عمل کوي؟ زموږ ګډې ګټې همدادي او پر همدې اساس مخته ځو. د امریکایي ځواکونو تلفات په پام وړ توګه کم شوي.

د جنګونو (دپای) موضوع ختمېدونکې نه ده، ځکه د افغانستان جنګ، داخلي جنګ نه دی، بلکې مسله داده چې ایا د نړۍ د اوسني نظم پرضد بې پایانه تهدیدونه شته که نا، او دا چې افغانستان څنګه ځان له هغه سره عیاروي. موږ د خپل راتلونکي مسوولیت لرو. پر دې بنا په هغه صورت کې چې متحده ایالات له افغانستان څخه وځي، زما غوښتنه داده چې دا بهیر دې د یوې وړاندوینې وړ پروسې له لارې چې دواړه لوري ورباندې توافق وکړي، ترسره شي. لکه تاسو چې یادونه وکړه، ما له بین المللي قواوو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد بهیر د رهبرۍ ویاړ درلود چې له مخې یې له سل زره زیاتو امریکایي ځواکونو په څلورو کالو کې افغانستان پرېښود. جنرال ډیویډ پټریوس د یو سل او پنځوس زره بین المللي ځواکونو عمومي قومندان و. اوس (د روان کال د جنوري)تر پنځلسم پورې به په افغانستان کې د ۲۵۰۰ امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو شاهدان اوسو. پر دې بنا، ځواکونه کم شوي. د متحده ایالتونو منتخب جمهوررئیس ښاغلی بایډن به خپل تصمیم

ونیسي او وروسته به په ګډه پر دې د ډاډه کېدو لپاره چې د دواړو لوریو متقابلې ګټې تامینېږي، مشخص مسیر ترسیم کړو.

خبریال: لومړۍ مېرمن رولا غني، دېته په پام چې تاسو په بېلابېلو مجامعو کې په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو، بین المللي غیر دولتي سازمانونو او انجیوګانو د حضور پر اغېزو خبرې کړي، غواړم له تاسو په دې اړه وپوښتم . شته لاسوهنو ته په پام ستاسو ارزونه، د یوې پخوانۍ خبریالې په توګه ستاسو نظر د دې سازمانونو په اړه څه دی؟ ستاسو په نظر په څه وضعیت کې دي؟

لومړۍ مېرمن: اساسا هغه څه چې په اړه مې خبرې کړي دادي چې د انجیو- غیردولتي سازمانونو موډل لازمه پایداري نه لري، ځکه دا یو دوراني موډل دی چې له هر دوران وروسته د هغه غیردولتي سازمان موظف افراد د خیرات کاسه اخلي او زیاتې مرستې غواړي. زه غوره ګڼم چې انجیوګانې په محلي ټولنو بدلې شي چې پر افغانانو اتکا وکړي. په دې بهیر کې دا بنسټونه کولای شي د بهرنیو مرستو ترلاسه کولو ته ادامه ورکړي، اما په دې تفاوت چې دوی باید د هغو خلکو په مقابل کې چې خدمات ورته برابروي، ځواب ویونکي وي.

خبریال: تاسو په افغانستان کې له کرونا ویروس څخه څه وېره لرئ؟ د واکسین (تولید او وېش) چې جریان لري، ایا باور لرئ چې ستاسو د هیواد غوندې هیوادونه له دې واکسین څخه برخمن شي؟

جمهوررئیس غني: لومړی، موږ په افغانستان کې لږو منابعو ته د لاسرسي باوجود وتوانېدو چې د کرونا ویروس خپرېدو سمه وړاندوینه وکړو. د ویروس خپرېدل مو په پنځو پړاوونو، خپرېدو، اعتراف، فلاکت، ارامي او نورمال وضعیت ته ورستنېدو باندې وېشلي وو. د کرونا ویروس د خپرېدو لومړۍ څپه کې مو په ټینګو اقداماتو د کرونا ویروس تلفات په ټیټه کچه وساتل او له بل لوري د اقتصادي وضعیت اخلال سم مدیریت شو.

د دویمې څپې په اړه، تېره اونۍ د ویروس خپرېدو شدت کم شو، اما زموږ وېره د ویروس له دریمې څپې څخه ده. موږ دوه لومړۍ څپې په پام وړ او ښه ډول مدیریت کړې، ځکه زموږ په هیواد کې د نفوس ترکیب داسې دی چې له اویا سلنې څخه زیات افغانان تر دېرش کلنۍ کم دي او له دې امله وتوانېدو چې د کرونا مقابل کې جمعي مصوونیت حاصل کړو.

د کرونا ویروس دریمه څپه چې اوس له بریتانیا پیل شوې، زموږ د توجه محراق کې قرار لري. د کرونا د واکسین برخه کې موږ هیله من یوو او د واکسین پر لومړۍ کمکي بسته چې شل سلنه هیوادوال واکسین کړو، موافقه شوې ده.

خبریال: لومړۍ مېرمن وروستۍ پوښتنه له تاسو کوم. خاوند مو څرګنده کړه چې موخه یې په سوله ییزه توګه خپل ځایناستي ته چې د خلکو له لوري انتخابېږي د (واک) لېږد دی. تاسو په متحده ایالتونو کې د وروستیو جریانونو او پېښو شاهده وئ، پر دې مبنا چې اوسنی جمهوررئیس (ښاغلی ټرمپ) واک په سوله ییزه توګه نه لېږدوي او په قانوني توګه د خلکو له لوري انتخاب شوي جمهوررئیس ته یې ستونزې ایجاد کړي. دا جریانات افغانستان او ستاسو ګاونډیو هیوادونو ته څه پیغام لرلای شي؟

لومړۍ مېرمن: زما تصور دادی، چې موږ دې درک ته رسېدلي یوو چې متحده ایالات له افغانستان او د هغه له ګاونډیو هیوادونو سره زیات تفاوت لري. موږ په افغانستان کې د ځواکمن او یو موټي جمهوریت د ایجاد، د بشپړ اساسي قانون او هغه سیستم لپاره چې د ټولو اقشارو غږ ته په کې درناوی وشي، هلې ځلې کوو. متقابل باور او درناوی به تلپاټې او دوامدار وي او شاید د نورو هیوادونو لپاره بېلګه اوسي. زه اوس هیله منده یم په متحده ایالتونه کې شته سیستمونه به په دې هیواد کې د جمهوریت ساتنه وکړي او په تېرو څو کالو کې د هر پېښ شوي اخلال باوجود به وضعیت نورمال حالت ته ور وګرځي.

خبریال: لومړۍ مېرمن رولا غني، جمهوررئیس اشرف غني؛ په دې برنامه کې ستاسو د (انلاین) حضور مننه کوم.

جمهوررئیس غني: له تاسو مننه. زموږ لپاره د ویاړ او خوښۍ ځای و چې له تاسو سره یوځای وو.