جمهوررئیس غني د مصر د نوي سفیر باور لیک ومانه

جمهوررئیس غني د مصر د نوي سفیر باور لیک ومانه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې د مصر د نوي سفیر احمدمحمود اسماعیل عثمان باورلیک ومانه. 

د باور لیک وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن ماسپښین په ارګ کې ترسره شول، جمهوررئیس غني د مصر نوي سفیر ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د افغانستان حکومت او خلک له مصر سره د اقتصادي، سیاسي او فرهنګي اړیکو او امنیتي همکاریو د پراختیا غوښتونکي دي او هیله لرم ستاسې په راتګ سره دغه اړیکې لا پیاوړې شي.

د مصر سفیر په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت په پیلولو خوښي وښوده وې ویل، هیواد یې د سولې ټینګښت او جنګ پایته رسولو لپاره د افغانستان حکومت او خلکو د هڅو ملاتړ کوي او د سولې پروسې د بریالیتوب په خاطر د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ قرار لرو.

هغه زیاته کړه، موږ هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکي یوو، د افغانستان پر خلکو او اسلامي جمهوري نظام کېدونکي تروریستي بریدونه غندو او  ټینګار کوو چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام او خلکو پر ضد جګړه او تاوتریخوالی هیڅ راز دیني مشروعیت نه لري.