جمهوررئیس غني د هند ملي امنیت سلاکار سره وکتل

جمهوررئیس غني د هند ملي امنیت سلاکار سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هند ملي امنیت سلاکار اجیت دوول سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې، د ترورېزم پر ضد د مبارزې او له سولې د ملاتړ لپاره د سیمه ییزې اجماع جوړولو په برخو کې د همکاریو پر څرنګوالي بحث وشو.

جمهوررئیس وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په افغانستان کې د ثبات ضمانت کوونکي او له سیمه ییز او نړیوال تروریزم سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې واقع دي.

هغه زیاته کړه، هند او افغانستان له ناټو او امریکا سره د ګډو هڅو له لارې کولی شي له ترورېزم سره په مبارزه کې بریالیتوب ته ورسېږي.

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوول وویل، هیواد یې له افغانستان سره د همکاریو د دوام غوښتونکی دی او تیار دی چې پر ګډو ګټو خبرو ته دوام ورکړي