جمهوررئیس غني: تاریخي لیدلوری مهم دی او له دې مه واره د افغانستان راتلونکی نه شو ټاکلی

جمهوررئیس غني: تاریخي لیدلوری مهم دی او له دې مه واره د افغانستان راتلونکی نه شو ټاکلی

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د تاریخ اونۍ اختتامیه غونډه کې چې د انسان څېړنیز بنسټ په نوښت او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت په همکارۍ جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.

‎په دغه غونډه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په پیل کې د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي وویل، په دې حساسو او تاریخي شرایطو کې د تاریخ اونۍ نمانځنې په هیواد کې د مهمو بحثونو لپاره لار پرانیسته او دغې اوونۍ ته د جهت ورکولو په خاطر د جمهوررئیس مننه کوو.

‎نوموړي دېته په اشارې چې له خپل تاریخ باید ژور درک ولرو زیاته کړه، په تاریخ اوونۍ کې انلاین بحثونه مهم وو، خو په تېر تاریخ تمرکز وشو او د هیواد معاصر تاریخ ته هم باید پاملرنه وشي.

‎وروسته د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهیر د تاریخ اوونۍ په اړه معلومات ورکړل او د هیواد د مشهورو تاریخ لیکونکو د یادونې پر مهال یې وویل، لوړو زده کړو وزارت باید د هیواد د ځوانانو لپاره د تاریخ علم په برخه کې په کلني ډول شاوخوا سل تحصیلي بورسیې په پام کې ونیسي، ځکه زموږ د تاریخ بیالوستل د تاریخي متخصصینو روزنې ته اړتیا لري.

‎ورپسې د انسان څېړنیز بنسټ رئیس فهیم کریم د یاد بنسټ د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، نن د تاریخ په بحث کې د ستر بهیر پیل دی. تاریخ هغه پیوندونه روښانوي چې ټولنه له تېر سره وصلوي.

‎هغه دېته په اشارې چې د تاریخ اوونۍ د دوو پیاوړو او نوموتو مورخینو فیض محمد کاتب او ډاکټر محمد حسن کاکړ د نمانځنې په خاطر ایجاد شوې ده وویل، په ۲۰۲۱ کال کې د تاریخ اوونۍ عنوان “ولی تاریخ؟” او د افغانستان له تاریخ څخه زده کړه او پوهاوی وو، همداراز مو په تاریخ اوونۍ کې دا وموندله چې خلک له تاریخ سره لېوالتیا لري او زیاتې مطالعې ته یې اړتیا ده.

‎ورپسې د افغانستان د مطالعاتو امریکایي انستیتوت، د افغانستان برخې رئیس محمدعمر شریفي د پروفیسور محمد حسن کاکړ د تاریخ لیکلو، اثارو، د لید سبک، د فکر ډول او د افغانستان د مطالعاتو په برخه کې د نوموړي د میتودولوژۍ په اړه معلومات ورکړل.

‎هغه زیاته کړه، تاریخ اوونۍ د افغانستان د نوي نسل لپاره پېلیزه ده چې باید ازاد فکر وکړي، د خپل تاریخ اکاډمیک اساسات وپېژني او د افغانستان تمدني موقعیت او ځای تعریف کړي.

‎جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، نن د تاریخ اوونۍ باید د خپل ملت جوړولو بهیر په مفهوم ونمانځو او دا زموږ د پوهې د عطف د ټکي په توګه د تاریخ له ژورو څخه دي.

‎هغه دېته په اشارې چې افغانستان تر ۱۹ پېړۍ تل د تمدن مرکز وو او په حاشیه کې یې قرار نه درلود زیاته کړه، تاریخي لیدلوری مهم دی او له دې مه واره د افغانستان راتلونکی نه شو تعیینولی.

‎جمهوررئیس د لرغون پېژندنې، ژبپوهنې، افغانستان پېژندنې، د تاریخ لیکلو مکتبونو د موسسینو، په اسلامي تمدن کې د تاریخ علم، د تاریخ لیکلو د سبکونو، اسلامي مورخینو، د تمدني حلقو د مورخینو، د اقتصادي او سیاسي تاریخ، سوداګری او صنایعو تاریخ، د اوبو لګولو او کرنې تاریخ، تاریخي سرچینو، دینونو او تمدنونو او د علومو او فنونو د تاریخونو او تاریخي مطالعاتو د نورو برخو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.

‎جمهوررئیس غني د دې په بیانولو سره چې تاریخ بې پایانه بحر دی، پراخ او هراړخیز بحث ته اړتیا لري دوی ته په خطاب کې وویل، باید د تاریخ په بېلابېلو دورو کې د افغانستان مورخین وپېژني او ټولنې ته یې معرفي کړي او د تاریخي مناظرو لوری په اساسي ډول تعیین کړي.

‎هغه زیاته کړه، تاریخي کرونولوژيک طبقه بندۍ ته اړتیا لرو او باید د هیواد دننه او بهر ارشیفونه او کتابتونونو له یوه بل سره وصل شي او قلمي نسخو، تاریخي خاطراتو، ادبیاتو او لیکنو ته لاسرسی پیدا کړو.

‎جمهوررئیس څرګنده کړه، افغانستان د نړۍ په تاریخ او نړۍ د افغانستان په تاریخ کې تر بحث لاندې ونیسئ او زموږ سفارتونه او ډیپلوماټیکې استازولۍ دې د تاریخي اثارو او سرچینو او زموږ د دوستو هیوادونو د اثارو په ترلاسه کولو کې همکاري وکړي.

‎د هیواد جمهوررئیس وویل، دارالامان ماڼۍ د ملي هویت پر موزیم بدلوو او پر دیجیټلي سیستم به عیاره شي، ترڅو زموږ هر زده کوونکی د افغانستان د تاریخ په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

‎جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د تاریخ او فرهنګ انجمن دایجاد طرحه مهمه ده او خپل وړاندیزونه د چاپ، تالیف او ژباړې په اړه وړاندې کړئ.

‎هغه وویل، په ۱۴۰۰ کال کې به په جلال اباد کې د عدم تشدد د بنسټګر خان عبدالغفار خان او همداراز په هرات کې د امیرعلي شیرنوایي او بلخ کې د امام بخاري او امام ترمذي د یاد نمانځنه وشي.

‎جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، په ۱۴۰۰ کال کې به اسلامي تمدن چې پر عدالت، وسطیت، قانونیت او علمیت استوار دی ونمانځل شي