د افغانستان او ترکمنستان جمهوررئیسانو د دواړو هیوادونو د هوساینې او اقتصادې ودې لپاره د درې ګډو پروژو پرانیسته مهمه وبلله

د افغانستان او ترکمنستان جمهوررئیسانو  د دواړو هیوادونو د هوساینې او اقتصادې ودې لپاره د درې ګډو پروژو پرانیسته مهمه وبلله

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ، درې مهمې اقتصادي او زېربنایي پروژې رسماً پرانیستې.
دغه درې واړه پروژې چې په کې د اقینه ـ اندخوی اورګاډي پټلۍ، د کرکي ـ اندخوی ـ پلخمري 500 KV برېښنا لېږد لین پروژه او د امام نظر ـ اقینه ـ سرحد اباد ـ تورغونډۍ د نوري فایبر د وصل پروژې شاملي دي، د ویډیو کنفرانس له لارې په کابل او د ترکمنستان لباب ښار کې د دواړو هیوادونو د جمهوررئیسانو په فرمان رسماً پرانیستل شوې.
د افغانستان او ترکمنستان جمهوررئیسانو په خپلو خبرو کې د یادو پروژو پر ارزښت خبرې وکړې او دغه پروژې یې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو د لازیاتې پراختیا او سیمه ییز اتصال لیدلوري د تحقق په برخه کې مهمې وبللې.
د یادولو وړ ده چې د اقینه ـ اندخوی اورګاډي پټلۍ په مجموعي توګه ۳۰ کلیومتره اوږده ده چې ۲۴ کیلومتره پټلۍ یې اصلي او ۶ کیلومتره یې د اندخوی په سټیشن کې فرعي کرښې دي او افغانستان له دې لارې له زیاتو هیوادونو سره وصلېږي او دا ګام د اسیا د څلور لارې په توګه د افغانستان د اقتصادي بدلون لپاره مهم دی.
دېته ورته د کرکي ـ اندخوی ـ پلخمري برېښنا لېږد پروژه کې له اقینې څخه تر شبرغان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ او له شبرغان څخه تر مزارشریف پورې ۲۲۰ کیلوولټ لېن غځولو کار بشپړول، شاملېږي.
همداراز د نوري فایبر پروژه چې د ساختماني کېبل کار یې په اقینې بندر کې بشپړ شوی، له مهمو پروژو څخه یوه ده چې د ترکمنستان هیواد له لارې د ۲۵۰۰ میګابایټ انټرنیټ په عرضه کولو سره به یې زموږ وطنوال په هرات او ګاونډیو ولایتونو کې له انټرنیټي خدمتونو برخمن شي.