د افغانستان او ترکمنستان جمهوررئیسانو د اقینه ـ اندخوی اورګاډي پټلۍ په ګډون د دواړو هیوادونو ترمنځ درې پروژې پرانیستې

د افغانستان او ترکمنستان جمهوررئیسانو د اقینه ـ اندخوی اورګاډي پټلۍ په ګډون د دواړو هیوادونو ترمنځ درې پروژې پرانیستې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اقینه ـ اندخوی اورګاډي پټلۍ، د کرکي ـ اندخوی ـ پلخمري 500 KV برېښنا لین پروژې او د امام نظر ـ اقینه ـ سرحد اباد ـ تورغونډۍ د نوري فایبر د وصل پروژې د پرانیستې په مراسمو کې چې د ویډيو کنفرانس له لارې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.

په دې شانداره مراسمو کې پر جمهوررئیس غني سربېره، د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف او د هغه هیواد لوړپوړو چارواکي د ترکمنستان د لباب ولایت رحمت ماڼۍ او په کابل کې د افغانستان لوړپوړي چارواکي د جمهوري ریاست چهارچنار ماڼۍ څخه د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وو، لومړی د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف خبرې وکړې.

د ترکمنستان جمهوررئیس وویل: زه باور لرم چې دغه ډول پروژې د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا سره مرسته کوي او د دې هیواد د صنعت لپاره هم اغېزناکې دي.

هغه د دواړو هیوادونو ترمنځ د زېربنایي پروژو د بریالي کېدو لپاره د افغانستان جمهوررئیس د تدبیر او لرلید مننه وکړه وې ویل، یادې پروژې پرځان بسیاینې د افغانانو باور زیاتوي او ترکمنستان به په اقتصادي، سیاسي او ډيپلوماتیکو برخو کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

جمهوررئیس محمدوف د افغانستان او ترکمنستان اړیکې تاریخي او ژورې وبللې وې ویل، دغه اړیکې اوسمهال د ترانسپورټ، مخابراتو او انرژۍ په برخو کې د نویو پروژو په عملي کېدو سره نوې معنی او مفهوم پیدا کړی دی.

هغه زیاته کړه، دغه پروژې به د واضح ستراتېژۍ او د اوږدمهالو پراخو ظرفیتونو د اهدافو پر اساس د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ واقعي دوستي له پخوا څخه ډېره پیاوړې کړي.

جمهوررئیس غني د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقینه ـ اندخوی ریل پټلۍ او نورو زېربنایي پروژو پرانیسته د دغو اړیکو د پراختیا او د سیمه ییز اتصال د لیدلوري مهمه برخه وبلله وې ویل: د ډېر ویاړ ځای دی چې افغانستان له یو سل او څو کلونو وروسته د منځنۍ اسیا هیوادونو سره خپلې پخوانۍ اړیکې تازه کوي. د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستي د افغانستان د دولت او خلکو لپاره له ارزښت څخه ډکه اړیکه ده.

جمهوررئیس دېته په اشارې چې د عباسي طلایي دورې بنسټ په مروه، هرات، بلخ او بادغیس کې ایښودل شوی وویل، افغانستان او ترکمنستان پخوانۍ اړیکې لري او دغه مناسبات د تاریخ په اوږدو کې بریالي وو.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د اورګاډي پټلۍ، نوري فایبر، پاکستان ته د برېښنا لېږد (ټاپ) هند او پاکستان ته د ګازو لېږد (ټاپي) او نوري فایبر شبکه چې سویلي اسیا به د ځمکې له لارې له اروپا او نورې نړۍ سره ونښلوي، په څېر د لویو پروژو ګټې اخیستنې ته سپارل به د افغانانو د ژوند شرایطو د مثبت بدلون او د سیمې هیوادونو د وضعیت ښه کېدو، د انکشافي او ټولنیزو کوریډورونو د رامنځته کېدو لامل کېږي چې په چټکۍ به زموږ د هیواد د ودې لامل وګرځي.

هغه څرګنده کړه چې له سویلي، ختیځې او لویدیځې اسیا سره د مرکزي اسیا د اتصال څلور لارې په توګه د افغانستان د موقعیت اهمیت، د مهمو اقتصادي او زېربنایي پروژو له هغې جملې په دې وروستیو کې د خواف ـ هرات اورګاي پټلۍ پرانیسته، د نورو پروژو ګټې اخیستنې ته سپارل او د کار دوام ثابتوي چې د سیمه ییز اتصال لپاره زموږ لیدلوری یو خوب نه، بلکې داسې واقعیت دی چې انکار ترې نشي کېدای.

جمهوررئیس غني وویل: هغوی چې فکر کوي په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ جوړېدل ناشوني دي، بیا دې فکر وکړي. د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د ترکمنستان جمهوررئیس او لوی ملت څخه د لویو برنامو، تمویل او د پروژو تطبیق له امله چې د دواړو هیوادونو د دوامداره اړیکو، همکاریو او د سیمې د هوساینې لامل کېږي، مننه کوم.

جمهوررئیس د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ۲۰۱۹ کال د فبروري ۲۱ معاهدې ته په اشارې وویل، اوسمهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو کچه له یو عادي ګاونډي سره د اړیکې له کچې د ستراتیژیکو همکاریو کچې ته لوړه شوې ده.

هغه وویل، ترکمنستان د افغانستان د سولې پروسه کې د کافي رول لوبولو غوښتونکی دی او له ۲۰۱۳ کال څخه راپدیخوا په دوامداره توګه غواړي، ترڅو د افغانستان د سولې پروسې یوه ناسته د دې هیواد په کوربه توب په عشق اباد ښکلي ښار کې ترسره شي.

جمهوررئیس زیاته کړه، د ترکمنستان او افغانستان علماوو هوکړه کړې چې د سولې بهیر په ملاتړ غونډه وکړي او باور لرم چې د دې دواړو اسلامي هیوادونو د علماوو غونډه به زموږ د سولې د مذاکراتو بهیر لا زیات پیاوړی کړي.

جمهوررئیس طالبانو ته په خطاب کې وویل: تاسې ته مې پیغام دادی چې د افغانستان د ملت نبض وګورئ، ملت پر سولې اجماع لري، د تاوتریخوالي دوام د افغان ملت له اجماع سره په ټکر کې دي او د دې لامل ګرځي چې د تېر په پرتله ستاسې پر ضد بسیج شي. بناً جنګ او وینه بهېدنه ودروئ او اوربند ومنئ.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې، یو ځل بیا د سیمه ییز اتصال برنامو د پلي کولو په برخه کې د ترکمنستان د همکاریو او د دغه بهیر په بریالیتوب کې د جمهوررئیس قربانقلي بردی محمدوف د همېشنۍ پاملرنې قدرداني وکړه.

وروسته د دواړو هیوادونو جمهوررئیسانو د یادو پروژو د پیل فرمان صادر کړ چې د اړوندو مسوولینو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره یادې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او اورګاډي له اقینې څخه د اندخوی پر لور حرکت وکړ.

په دغو مراسمو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لوی رئیس یماشمس، د اوبو د تنظیم ملي ادارې رئیس خان محمدتکل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرې معصومې خاوري هم خبرې وکړې.

دوی د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دغو مهمو پروژو پرانیستل د سیمه ییز اتصال په برخه کې د جمهوررئیس د لیدلوري د عملي کېدو په برخه کې مهم ګام وباله وې ویل، د برېښنا رسولو پروژو پرانیسته د هیواد په شمال کې زموږ د خلکو اړتیاوې پوره او د اورګاډي پټلۍ څخه په استفادې به د هیواد صادارات او واردات رونق ومومي، همداراز نوري فایبر پروژه به د افغانستان د ډیجیټلي کولو په برخه کې لازیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.