د هرات مصلی مجتمع منار د استحکام تفاهم لیک لاسلیک شو

د هرات مصلی مجتمع منار د استحکام تفاهم لیک لاسلیک شو

د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې د لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي او د کابینې د یو شمېر غړو په حضور کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر او د اغاخان استازې شهرزاده هیرجي نن غرمه د هرات مصلی مجتمع منار د استحکام تفاهم لیک په چهار چنار ماڼۍ کې لاسلیک کړ.    

په پیل کې د جمهوري ریاست عالي مقام د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي دغو مراسمو ته په وینا کې وویل، نن له نېکه مرغه د هرات مصلی پنځو منارونو د استحکام لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او اغاخان پراختیایي بنسټ ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک کېږي.د جمهوررئیس او حکومت په استازیتوب د اغاخان پراختیایي بنسټ د همکاریو مننه کوم.

د چارو ادارې لوی رئیس وویل، د تاریخي ابداتو د ساتنې او بیارغاونې په برخه کې د افغانستان دولت سره د اغاخان پراختیایي بنسټ تخنیکي مرستې له کیفي او کمي پلوه زیاتې او د لمس وړ دي. دوی د لرغونو او تاریخي اثارو او ابداتو په بیارغاونه کې ټول نړیوال معیارونه او د تاریخي ارزښت خوندیتوب په پام کې نیسي.  

ښاغلي فضلي وویل،د هرات مصلی منارونه د تیموریانو دورې د عظیم تاریخ او تمدن نښې دي چې د اسلامي تمدن د معمارۍ سبک نړۍ ته وړاندې کوي. دغې زرینې دورې د امیرعلي شېرنوایي غوندې صدراعظم او د ګوهرشاد بېګم غوندې ملکه لرله. د هغې دورې غني میراث زموږ د کلتور او تاریخ مهمه برخه ده.   

ورپسې په افغانستان کې د اغاخان استازې مېرمن شهرزاده هیرجي وویل، د اغاخان انکشافي شبکه له ۲۰۰۴ کال څخه په هرات کې فعالیت لري او د هرات د ارګ اختیارالدین کلا، د خواجه عبدالله انصاري مقبرې او چهارسوق مارکېټ کمپلکس په ګډون د تاریخي ابداتو د بیارغاونې په برخه کې د افغانستان حکومت همکاري کوي. همداراز هڅه کوي د هرات زوړ ښار او مصلی سیمې د نړیوالو فرهنګي میراثونو په ازمایښتي لېست کې شاملې کړي.

د اغاخان فرهنګي بنسټ په افغانستان کې تر اوسه له ۱۴۰ تر ۱۵۰ تاریخي سیمې بیارغاولې دي او اوسمهال د هرات مصلی پنځم منار د بیارغاونې په برخه کې خپل رول ادا کوي چې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې زموږ پیاوړې ژمنتیا ښیي. 

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر د هیواد تاریخي ابداتو ته د جمهوررئیس پاملرنې څخه په مننې وویل، په تېرو شپږو کالو کې ۱۶۲ تاریخې ابدات رغاول شوي او په دې برخه کې لا ډېر پوهاوي، کمپاین او عمومي بسیج ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه، د تېر څلوېښت کلن ناورین له امله چې د تاریخي اثارو قاچاق په یوه شغل بدل شوی، اطلاعاتو فرهنګ وزارت په ټول هیواد کې د دغه تور شغل د مخنیوي هڅې کوي.

ښاغلي زهیر وویل، د جمهوررئیس د لارښوونې په اساس به د ټولو بالاحصارونو او تاریخي اثارو په ځانګړي ډول د هغو چې له خطر سره مخ دي سروې او چارې پیل شي. هغه زیاته کړه، د هرات مصلی پنځم منار او نورو ټولو تاریخي او تمدني اثارو ساتنه زموږ مسوولیت او وجیبه ده.

ورپسې د جمهوري ریاست د حقوقي واحد رئیس او ستر سلاکار کبیر عیسی خېل وویل، تاریخي ابدات او فرهنګي میراثونه د یو هیواد تاریخ او تمدن ښیي او راتلونکو نسلونو ته د سولې او پخلاینې پیغام رسوي.

هغه زیاته کړه، د هیواد د جمهوررئیس تر زعامت لاندې د فرهنګي میراثونو د ساتنې او بیارغاونې په برخه کې زیاتې هڅې شوي او دغه کار د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

ښاغلي عیس خېل د هرات مصلی پنځم منار په استحکام کې د اغاخان فرهنګي بنسټ د مهمې ونډې او د افغانستان حکومت د فرهنګي برنامو د ملاتړ او همداراز د یونسکو ادارې د هڅو مننه وکړه.