د کلیو بیارغاونې او پراختیا وزارت پر کارکوونکو او د خواف ـ هرات اورګاډي پټلۍ پر ساتونکو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل:  د افغانستان د سولې او ارامۍ دښمنانو نن سهار د کابل پنځمې ناحیې په باغ داوود سیمه کې د میدان وردګ ولایت د کلیو بیارغاونې او پراختیا ریاست سرپرست ریاض احمد خلیل په ګډون د نوموړي دوه همکاران شهیدان او یو تن سخت ټپي او په یو بل تروریستي برید کې د خواف ـ هرات اورګاډي پټلۍ څلور ساتونکي د هرات ـ اسلام قلعه پر لویه لار شهیدان کړل.

جمهوررئیس غني د دې تروریستي برید د سخت غندلو ترڅنګ وویل، طالبان په پرلپسې پلمو د سولې له خبرو ډډه کوي او د تاوتریخوالي په زیاتوالي یې یو وار بیاثابته کړه چې په سوله باور نه لري او بېګناه خلک وژني.

جمهوررئیس زیاته کړه: د تاوتریخوالي دوام تر ټولو بده تګلاره ده چې بدبختانه د طالبانو ډلې انتخاب کړې  چې د بحران له پېچلتیا او د جګړې له دوام پرته بله پایله نه لري.

جمهوررئیس غني د دې پېښې د تعقیب او د عاملینو د سزا لپاره اړوندو ارګانونو ته د جدي لارښوونې ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د خپل تسلیت او همدردۍ ژور مراتب وړاندې کوي او ټپي ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.