د شاتوت بند جوړولو تفاهم لیک د لاسلیک مراسمو کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د ویناژباړه 

د شاتوت بند جوړولو تفاهم لیک د لاسلیک مراسمو کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د ویناژباړه 

جلالتمآب جمهوررئیس غني؛

ستاسې له ډېرې ښکلې وینا مننه.
غواړم خپل سلامونه ستاسې همکارانو او خپلو دوستانو ته په افغانستان کې وړاندې کړم.
په پیل کې دا چې په دې مراسمو کې مې په ځنډ سره حضور وموند، له تاسې بښنه غواړم. موږ په پارلمان کې غونډه لرله او په پارلمان کې ځینو کارونو دا ایجابوله چې هلته واوسم او په همدې دلیل مې راتګ وځنډېد.
نن په حقیقت کې د افغانستان او هند د پخوانۍ دوستۍ د عطف یوې بلې نقطې شاهدان یوو. هند او افغانستان نه یواځې له جغرافیایي اړخه له یوه بل سره وصل دي، بلکې تاریخي او فرهنګي اړیکو هم زموږ هیوادونه سره پېوند کړي او پر یوه بل یې اغېز درلود.
زموږ څو سوه کلنې او پخوانۍ اړیکې د دواړو هیوادونو په ژبو، خوړو، موسیقۍ او ادبیاتو کې منعکسې او مجسمې شوي دي.
دوستانو؛
ټول پوهېږي چې په نړۍ کې سیندونو ستر تمدنونه پاللي. سیندونه زموږ د ژوند، ملتونو او ټولنو د سرچینې په توګه تعریف او توصیفېږي. موږ په هند کې ګنګا سیند د خپلې مور په څېر بولو او د ګنګا په نوم مو داسې برنامه پیل کړې چې هغه ته دوباره تازګي او ښکلا وروبښو. د سیندونو درناوی د هند او افغانستان د ګډ میراث یوه برخه ده.
مولانا جلال الدین رومي د سیند او تمدن ترمنځ موجوده ژوره اړیکه انځور کړې ده، هغه سیند چې دالته بهېږي، دلته هم بهېږي.
دوستانو؛
تقریبا له دوو لسیزو را پدېخوا، هند د افغانستان د انکشاف له مهمو شریکانو څخه دی. موږ په افغانستان کې په بېلابېلو لکه د زېربناو انکشاف، ظرفیت جوړولو، کرنې، پوهنې او روغتیا په برخو کې انکشافي پروژې لرو. لس کاله مخکې په پلخمري کې د برېښنا لېږد لین په جوړولو سره، کابل ته د برېښنا رسول ښه شوي. ۲۱۸ کیلو متر اوږده د دلارام-زرنج لویه لار په افغانستان کې د اتصال لپاره بدیل مسیر ګڼل کېږي.
سلما بند چې څو کاله مخکې یې چارې بشپړې شوې په هرات ولایت کې د برېښنا رسولو بهیر او د اوبولګولو سیستم د پیاوړتیا لامل شو. د افغانستان د پارلمان ودانۍ جوړول، د ولسواکۍ هغه سمبول دی چې د هند او افغانستان خلک پرې باور لري. د دغو پروژو برجسته ځانګړنه دا ده چې د هند او افغانستان د دوستۍ او متقابلې همکارۍ د لازیاتې پیاوړتیا لامل شوې ده.
په همدې ترتیب، زموږ دغه دوستي او نږدې والی کرونا ویروس سره د مبارزې پر مهال هم ښکاره و. که هغه درمل، فردي محافظتي کیټونه (PPE Kits) یا د هند جوړ د کرونا واکسینونو استول وي؛ زموږ لپاره د افغانستان اړتیاوې ارزښتمنې دي او دغه بهیر به په راتلونکي کې هم دوام ولري.
له دې امله کولای شو ووایو د شاتوت بند اساس چې نن یې تفاهم لیک لاسلیکوو، یواځې به له خښتې او مصالې نه جوړېږي، بلکې د هند او افغانستان د پیاوړې دوستۍ پر بنسټ به جوړ شي.
کابل ښار د هند د خلکو په زړه کې ځانګړی ځای لري. څنګه مو چې ورته اشاره وکړه، څو نسله د کابلي والا کیسې پر لوستلو چې رابیندرانات ټاګور لیکلې ده، ستر شوي دي. د ځانګړې خوشحالۍ احساس کوم، کله چې پوه شوم د شاتوت بند کابل ولسونو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي. په عین حال کې، دغه بند په کابل سیند کې د اوبو لګولو شبکې انکشاف ته هم زمینه برابروي.
دوستانو! کله چې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر میاشت کې د پارلمان ودانۍ د پرانیستې په خاطر کابل ته راغلم، د هر افغان ماشوم، نارینه او ښځې په سترګو کې مې له هند سره مینه وکتله. کله چې په افغانستان کې وم، هیڅکله مې هم داسې احساس نه کړه چې په بل کور کې یم، بلکې داسې مې حس کړه چې په خپل کور کې یم.
له بدخشان تر نیمروز او هرات نه تر کندهار پورې غواړم هرې افغان خور او ورور ته دا ډاډ ورکړم چې هندوستان ستاسې تر څنګ ولاړ دی. هند به د پیل شوي سفر په هر ګام کې ستاسې ترڅنګ وي؛ هغه سفر چې له صبر، مېړانې او ټینګې ارادې سره مل دی. هیڅ بهرنی ځواک نه شي کولای د افغانستان د انکشاف یا د هند او افغانستان د دوستۍ مانع شي.
جلالتمآب جمهوررئیس غني؛
موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښمن یوو. بې ګناه وګړي، خبریالان او کارکوونکي د بزدله بریدونو موخه ګرځي. موږ د تاوتریخوالي د سملاسي پایته رسېدو غوښتونکي یوو او د هر اړخیز اوربند ملاتړ کوو. تاوتریخوالی او سوله له یو بل سره په ټکر کې دي او دواړه په یوه وخت کې نه شي رامنځته کېدای. هند او افغانستان دواړه د نږدې ګاونډیو او ستراتېژیکو شریکانو په توګه غواړي، سیمه له تروریزم او افراطیت څخه پاکه وویني.
هند د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي. بلخوا د افغانستان د خلکو ترمنځ د داخلي وحدت پیاوړتیا ډېره مهمه ده.
ډاډه یم چې متحد افغانستان به له هرې ننګونې سره د مقابلې توان ولري. زموږ له انده د افغانستان بریا به د هند او ټولې سیمې بریا له ځانه سره ولري.
موږ غواړو یو ځلې بیا ټولو افغان دوستانو ته د هند د دوستۍ ډاډ ورکړو. زه له ټولو افغان وروڼو او خوېندو څخه د هغه باور له امله چې پر هند یې کړی، صمیمانه مننه کوم.

مننه