په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي امیرخان یار باندې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام نن په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي امیرخان یار باندې د کابل – ننګرهار په لویه لار د تروریستي برید په پایله کې د نوموړي ساتونکي شهید او ټپیان کړل او په خپله له دې برید څخه روغ وتلی دی.

جمهور رئیس غني د دغه تروریستي برید د سخت غندلو پرمهال وویل، پر خدمتګارو او وطندوسته شخصیتونو برید د اسلامي ارزښتونو خلاف بشري جنایت دی او حکومت ته د زغملو وړ نه دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو وار بیا په ټینګار او تکرار له طالبانو غواړي چې له زور، ترور، وحشت او جنایت څخه چې د موجوده بحران حل لاره نه ده، لاس واخلي او په هیواد کې اوسنی جنګ سخت او اوږد نه کړي.

جمهوررئیس اړوندو ارګانونو ته د دغه برید د عاملینو د تعقیب او مجازاتو د لارښوونې ترڅنګ، د شهید کورنۍ ته د خپلې غمشریکۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي