ارګ، کابل: تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام، نن د کابل ښار درېیمه ناحیه کې کویټي جومات ته څېرمه د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مبشر مسلمیار موټر د تروریستي برید هدف وګرځاوه چې له امله یې نوموړی او د هغه یو زده کوونکی شهیدان شول.
جمهوررئیس غني د دغې تروریستي پېښې د سخت غندلو پر مهال وویل، په افغانستان کې د جګړې، ترور، انفجار او انتحار د مشروعیت ننګولو په اړه د اسلامي علماوو په اجماع سربېره، وحشي تروریستانو په دې وروستیو کې تاوتریخوالی زیات کړی او نن یې د اسلامي علومو یو تن پیاوړی استاد له خپل زده کوونکي سره په شهادت ورسول چې دغه عمل یې د دیني ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی.
جمهوررئیس د یادې تروریستي پېښې د هراړخیزې ارزونې او د هغو د عاملینو د پېژندنې او مجازاتو په موخه اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
جمهوررئیس غني د یادې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوي او شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي.