جمهوررئیس غني د ناټو سازمان سرمنشي سره ټليفوني خبرې وکړې

جمهوررئیس غني د ناټو سازمان سرمنشي سره ټليفوني خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني نن ماسپښين د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولتنبرګ سره ټليفوني خبرې وکړې.

په دې ټليفوني مکالمه کې، دواړو لوريو د سولې پروسې، د ناټو سازمان د غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو کنفرانس او د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو د ناټو دوامداره ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولتنبرګ د ناټو سازمان د غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو کنفرانس په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل وې ويل، د ناټو سازمان غړي هيوادونه د افغانستان د سولې پروسه کې له فعالې ډيپلوماسۍ استفاده کوي، ترڅو دغه پروسه بريالۍ شي.

هغه په افغانستان کې د تاوتريخوالي زياتېدو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل، د دې سازمان د ټولو غړو هيوادونو پرېکړې به مشروطې وي او په هغه کې به له امريکا متحدو ايالتونو سره له نږدې همغږي وکړي.

د ناټو سازمان سرمنشي له افغانستان څخه د امريکايي او ناټو ځواکونو د خروج په اړه وويل، مشورې دوام لري او تر اوسه په دې اړه تصميم نه دی نيول شوی او همداراز د طالبانو او امريکا ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک بیاکتنه د امريکا متحدو ايالتونو له لوري جريان لري.

په دې ټليفوني تماس کې، د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولتنبرګ په سوله ييز ډول د افغانستان د ستونزې پر حل ټينګار وکړ او په افغانستان کې يې له پایداره او باعزته سولې ملاتړ وکړ.

همداراز نوموړي وويل، له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو د ناټو سازمان ملاتړ دوام لري.#