د ولسي جرګې له لوري د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې تصویب په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د ولسي جرګې له لوري د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې تصویب په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د ولسي جرګې له غړو څخه د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې د تصویب په خاطر مننه وکړه.

د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې د مسودې دریمه طرحه د تصویب لپاره ملي شورا ته وړاندې شوې وه، چې نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د خلکو د استازو له لوري په اکثریت رایو تصویب شوه.

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د ولسي جرګې غړو د دې تصمیم چې بودجه یې د هیواد ملي ګټو ته په کتو تصویب کړه ستاینه وکړه او هغه یې پر وخت د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پلانونو او برنامو په ځانګړي ډول په ټول هیواد کې د انکشافي پروژو د تطبیق لپاره، مهمه وبلله.