د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په افغانستان کې د جاپان سفیر ښاغلي تاکاشي اوکاتا، سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د افغانستان او جاپان ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او په افغانستان کې د ډاکتر ناکامورا د پروژو پر دوام بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني جاپان د افغانستان پخوانی دوست وباله او په تېرو دوو لسیزو کې یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د جاپان د مرستو او همکاریو او همداراز په جینوا کنفرانس کې د جاپان د نویو ژمنو مننه وکړه.
د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، د افغانستان حکومت د ناکامورا د پروژو په ځانګړي ډول د اوبو مدیریت او کرنې پراختیا په برخو کې، ملاتړ کوي او هغو ته به دوام ورکړي.
په افغانستان کې د جاپان سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپل هیواد د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.