جمهوررئیس غني له استاد محمد کریم خلیلي سره وکتل

جمهوررئیس غني له استاد محمد کریم خلیلي سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د اسلامي وحدت ګوند مشر استاد محمد کریم خلیلي سره وکتل.

په دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو په سولې پروسه کې د وروستیو انکشافاتو او د هیواد د روان وضعیت په اړه د خبرو پر مهال د سیاسي اجماع او اوربند د ټینګښت پر اړتیا ټینګار وکړ.#