د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه ترسره شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه ترسره شوه


د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتوکمېسیون غونډه نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه.
په پیل کې، د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رئیس انجینر الهام عمر هوتکي په ۱۳۹۹ مالي کال کې د یاد کمېسیون د کړنو راپور وړاندې کړ وې ویل، د ملي تدارکاتو کمېسیون د جمهوررئیس د لارښوونو سره سم د تدارکاتي نظام د اصلاحاتو پروسه او ۱۳۹۹ مالي کال کې د ملي تدارکاتو ادارې لخوا د سمو او منظمو پالیسيو جوړل یو ځل بیا په تدارکاتو کې د شفافیت د زیاتوالي او زماني موثریت، د پروژو لپاره د اسانتیاو، د پروسو د چټکتیا، د قراردادونو د پرمختګ د څارنې، د الکترونیکي تدارکاتي سیستمونو د انکشاف، سپما او د مالیې د زیاتوالي لامل شوي دي.
هغه زیاته کړه، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د تېر کال په پرتله زېربنایي او ساختماني او امنیتي پروژو کې له زماني اړخه مؤثریت راغلی او د یادې ادارې ژمنو د جینوا متقابل حساب ورکولو چوکاټ کې تحقق موندلی دی.
وروسته جمهوررئیس غني د ملي تدارکاتو ادارې د پرمختګونو او راپور وړاندې کولو مننه وکړه او د پروژو د ارزونې پر مهال یې ټینګار وکړ چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې باید د تدارکاتو پلان جوړونه او لګښتونه د هیواد مالي او اقتصادي شرایطو ته په پام داسې برابر شي چې د خلکو پر ژوند مثبت اغېز ولري.
همداراز جمهوررئیس د انجیوګانو له لوري د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو پروژو په اړه چې په مرکز او ولایتونو کې تطبیقېږي لارښونه وکړه، ترڅو د دغو پروژو د تطبیق او موثریت اساسي ارزونه وشي او زیاته یې کړه، روغتیایي خدمات باید یوازې د جغرافیایي پوښښ له اړخه نه، بلکې اړتیاوو ته په پام وي.
جمهوررئیس د کابل ښار د سړکونو پروژو په اړه ټينګار وکړ چې د پروژو په ماهیت کې دې تر ځمکې لاندې اوبو د تغذیې موضوع ته جدي پام وشي او په دې اړه یې فواید عامې وزارت، کابل ښاروالۍ او د پلازمېنې زون پراختیایي ادارې ته لازمې لارښوونې وکړې.
د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، هېڅ شرکت حق نه لري لویې ملي پروژې د قانون موادو، د وزارت هوکړې او د ملي تدارکاتو کمېسیون تصمیم ته له پام پرته پخپلسري ډول په فرعي قرارداد ورکړي، له هغه پرته به سرغړونکي شرکتونه د محرومیت پروسې ته معرفي شي.
د غونډې په پای کې، د جمهوررئیس غني په حضور کې د ملي امنیت شورا مشاوریت دفتر، د جمهوري ریاست عالي مقام حقوقي مشاوریت واحد او ملي تدارکاتو ادارې ترمنځ په جلا ډول دوه تفاهم لیکونه هم لاسلیک شول.#