د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ښځو عالي شورا لومړۍ غونډه ترسره شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ښځو عالي شورا لومړۍ غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ښځو عالي شورا لومړۍ غونډه نن مازديګر په ارګ کې ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د هیواد لومړۍ مېرمن له جمهوررئیس څخه د ښځو عالي شورا د جوړېدو په خاطر مننه وکړه وې ویل: د دې شورا ایجاد دا ثابتوي چې دولت د ښځو ملاتړی دی او د دې ستر ګام په اخیستو سره د تصمیم ګېرۍ په سطحه کې هغوی ته د پرمختګ زمینه برابروي.

هغې زیاته کړه، د ښځو عالي شورا ایجاد یو تاریخي اقدام دی چې د دولت رهبرۍ ته یې د ښځو د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

په دغه غونډه کې د اجنډا مطابق د ښځو چارو وزارت سرپرستې د ښځو عالي شورا په اړه معلومات ورکړل او د یادې شورا د فعالیت د څرنګوالي په اړه یې د هیواد له ښځو سره د مشورتي غونډو په اړه خپل راپور جمهوررئیس سره شریک کړ.

نوموړې زیاته کړه، د ښځو عالي شورا د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي مقام د  ۲۲/۵/۱۳۹۹ نېټې د (۵۵) ګڼې فرمان پر بنسټ د ژمنو د تطبیق او په ټولنيزو، اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او حقوقي برخو کې د ښځو ستونزو د حل په خاطر ایجاد شوه.

د ښځو چارو وزارت سرپرستې وویل، د ښځو عالي شورا لومړۍ غونډې ترسره کولو لپاره په ټول هیواد کې دوه مشورتي ناستې شوي، په هکله یې د ګډونوالو نظریات او وړاندیزونه ترلاسه او د اجنډا موضوعات اولویت بندي شوي او د نن ورځې اجنډا په سولې پروسه کې د ښځو د رول په اړه ده.

وروسته د ولایتونو د ښځو په استازیتوب سارا سیرت د ښځو عالي شورا د غونډو د اجنډا په اړه د ښځو نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

نوموړې د ښځو عالي شورا د غونډو د اجنډا او په دې شورا کې د مدني ټولنې د شمولیت ډول په هکله د دوی د نظریاتو د شمولیت په برخه کې د ښځو چارو وزارت اقدام وستایه او د مشوري ناستې د ترسره کولو موخه یې د ښځو عالي شورا د فعالیت څرنګوالي په اړه د ښځو د نظریاتو راټول او د یادې شورا په غونډو کې په دوراني ډول د مدني ټولنې د غړو ګډون وباله.

سارا سیرت، د شورا د غړو لپاره په بېلابېلو برخو کې د ښځو (۳۴) مورده وړاندیزونه هم بیان کړل.

وروسته د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام چارو ریاست مرستیال د شورا کاري کړنلاره غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، د غونډو د موضوعاتو د انسجام، د ښځو عالي شورا د غونډو جوړولو او موضوعاتو د څېړنې او ارزونې، د شورا د کاري طريقو د معياري کولو، د وزارتونو، ادارو او دارالانشاء تر منځ د همغږۍ د ایجاد او اسانتیاو رامنځته کولو، همداراز د مصوبو د څارنې بهیر د چټکتیا او د جمهوري عالي مقام او عالي شورا غونډو ته د ګټورو او نتیجه محورو راپورونو وړاندې کولو لپاره د لازمې همغږۍ او چمتووالي په خاطر د دغې شورا کاري طرزالعمل په ۴ څپرکو او ۲۸ مادو کې په څو غونډو کې د ښځو چارو وزارت سره په همغږۍ، د هیواد لومړۍ مېرمن دفتر او عدلیې وزارت د ګټورو نظریاتو او مشورو په ترلاسه کولو سره، ترتیب شوی دی.

جمهوررئیس د غونډې د ګډونوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته، حاضرینو ته د ښځو عالي شورا د لومړۍ غونډې ترسره کېدو مبارکي ورکړه او دا یې لوی ویاړ وباله وې ویل: دا چې افغان ښځې اوس خپله استازولي کوي، د دې لامل ګرځي چې غږ یې هره ورځ لا زيات رسا شي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، په تېر کې د ښځې پر دویم رول تمرکز و، خو نن له نارینهو سره د مساوي حقونو لرونکي وګړي په توګه د افغان ښځې پر کلیدي رول ټینګار کېږي چې دا پخپله د هیواد د اساسي قانون مسلم اصل دی.

جمهوررئیس، د شورا طرزالعمل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او اقتصاد وزارتونه د یادې شورا د دایمي غړو په توګه تایید او د ولایتونو د ښځو د وړاندیزونو په اړه یې لارښوونه وکړه چې ټول ذکر شوي وړاندیزونه دې سکتور بندي او په جلا ډول دې د ښځو عالي شورا غونډو ته وړاندې شي.

ورپسي د اجنډا مطابق د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو معین د سولې بهیر کې د ښځو د اقداماتو مسير او د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال د اجتماعي سولې د ایجاد د څرنګوالي طرحه وړاندې کړه.

د غونډې په پای کې جمهوررئیس وویل، د سولې هیڅ مذاکره اسانه نه ده، باید ژر له تشریفاتو څخه د مذاکرتو اصلي موضوعاتو ته وګرځو او دا د دولت کار دی چې د سولې تطبیق ته زمینه برابره کړي. هغه زیاته کړه: سیاسي حل لاره چې د پایداره او باعزته سولې لامل شي، زموږ کلیدي موخه ده.