د پکتیا ولایتي شورا د وکیل سردارخان ملنګزوی د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د پکتیا ولایتي شورا د وکیل سردارخان ملنګزوی د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په تاسف سره د افغانستان دښمنانو د پکتیا د ولایتي شورا غړی سردارخان ملنګزوی نن ماښام په تروریستي برید کې شهید او د نوموړي دوه ساتونکي ټپيان کړل.

جمهوررئیس غني د دغه برید د سخت غندلو پرمهال وویل، د افغانستان دښمنان د دغه ډول جنایتونو په ترسره کولو سره، په سوله ییز، باثباته او پرمختللي افغانستان زموږ د هیوادوالو ټينګ باور او د دوی د خدمت او وطنپالنې پياوړې روحیه نشي کمزوری کولای.

جمهوررئیس غني، وکیل سردارخان ملنګزوی د هیواد او ولس خدمتګار، ملي ګټو ته ژمن او وطنپال شخصیت وباله او د ولس د ښې استازولۍ په برخه کې یې د نوموړي د هلو ځلو او خدمتونو قدرداني وکړه.

د هیواد جمهوررئيس اړوندو مسوړلینو ته د دغه برید د هراړخیزې ارزونې او د عاملینو د مجازاتو په اړه د لارښوونې ترڅنګ د شهید سردارخان ملنګزوی کورنۍ، د پکتیا ولایتي شورا او ولسونو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ، شهید ملنګزوی ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپيانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.