د تخار د علماو شورا رئیس د شهادت او بلخ کې د ماین چاونې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام، نن د تخار د علماو شورا رئیس مولوي عبدالصمد محمدي پر موټر د تالقانو ښار په څلورم سړک سیمه کې تروریستي برید کړی چې له امله یې نوموړی شهید او دوه همکاران یې ټپیان شول. همداراز یې په بلخ ولایت کې په بله تروریستي پېښه کې د ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کړي دي.

جمهوررئیس غني د دغو تروریستي بریدونو د سخت غندلو پر مهال وویل: د علمای کرامو هدف ګرځول چې تل د اسلام مبین دین د تبلیغ او عامه ذهنونو د روښانولو لپاره هڅه کوي او همداراز د ملکي وګړو په ځانګړي توګه د ماشومانو وژل، د بشري او اسلامي ارزښتونو ضد جنایت دی او دا په ډاګه کوي چې طالبان هیڅ پر سوله باور نه لري او تل پر جګړې ټینګار کوي.

جمهوررئیس د دغو تروریستي پېښو د هراړخیزې ارزونې او د هغو د عاملینو د پېژندنې او مجازاتو په موخه اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د افغانستان اسلامي جمهوريت رئیس د شهید مولوي عبدالصمد محمدي او نورو شهیدانو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.