جمهوررئیس د ځینو هیوادونو سفیرانو او د بین المللي سازمانونو استازو سره وکتل

جمهوررئیس د ځینو هیوادونو سفیرانو او د بین المللي سازمانونو استازو سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو شارژدافیر، د ناټو ملکي استازي او د یوناما د سرپرست په ګډون د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو سفیرانو او د بین المللي بنسټونو ځینو استازو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.

د هیواد جمهوررئیس په دغه کتنه کې دسولې پروسې د راتلونکو ګامونو او د سولې په اړه د افغانستان حکومت د لیدلوري د  تشریح ترڅنګ د ګډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.