جمهوررئیس غني د ګاونډیو، سیمې او اسلامي هیوادونو سفیرانو سره وکتل

جمهوررئیس غني د ګاونډیو، سیمې او اسلامي هیوادونو سفیرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د ګاونډیو، سیمې او اسلامي هیوادونو سفیرانو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.

په دغه کتنه کې جمهوررئیس، د سولې پروسې او د هغې د راتلونکو ګامونو په اړه د افغانستان حکومت لیدلوری تشریح او د یادو سفیرانو پوښتنې ځواب کړې.