جمهوررئیس د کندز د مشرانو او متنفذینو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل

جمهوررئیس د کندز د مشرانو او متنفذینو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د کندز ولایت یو شمېر مشرانو او متنفذینوسره په کتنه کې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

په دغه غونډه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شوه، په پیل کې سفرمحمد کاکړ، عبدالمقتدر فروزانفر او موسی رحیمي د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د جمهوررئیس د کړنو او لاسته راوړنو قدرداني، د نظام ټینګ ملاتړ او د باعزته او عادلانه سولې غوښتنه وکړه.

یادو ویناوالو د ۲۱۷ پامیر قول اردو د حفظ او تمویل، امنیه قومندانۍ کې د اصلاحاتو او لا پیاوړتیا، حلقوي سرک، امنیتي کمربند، د لویو لارو د امنیت، کوچیانو او د دوی مالونو ته د پاملرنې، د خان اباد برېښنا بنداو د کندز د کدرونو د استخدام په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.

د هیواد جمهوررئیس له یادو ویناوالو څخه په مننې وویل، د کندز امنیت ته ځانګړې پاملرنه کېږي او په ښار کې امنیتي حوزې زیاتېږي. هغه زیاته کړه، د شېرخان بندر – کندز د اورګاډي پټلۍ د تاجیکستان په پانګونه جوړېږي او د سواحلو د تحکیماتو به هم واضح اقدامات وشي.

جمهوررئیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر ته لارښوونه وکړه چې د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه دې کندز ته یو منظم ټیم د واضح پلان برابرولو لپاره واستوي او بیا دې له جمهوري ریاست سره شریک کړي. هغه زیاته کړه، د کوچیانو د مالونو د اوبو ستونزه دې په اساسي توګه حل شي.

جمهوررئیس د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې ته د کندز د کدرونو د نوملړ د ترتیب او په مناسبو ځایونو کې د هغوی د استخدام لارښوونه وکړه. هغه زیاته کړه، د خان اباد برېښنا بند، د کندز ښار ماسټر پلان او حلقوي سرک وړاندیزونو ته به هم پر وخت رسیدګي وشي.#