جمهوررئيس غني امان ابراهیم خېل ته د علامه سیدجمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ

جمهوررئيس غني امان ابراهیم خېل ته د علامه سیدجمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام امان ابراهیم خېل ته چې په فرهنګي، اداري او انکشافي برخو کې د هیواد دننه او بهر خپلې دندې په ژمنتیا او اغېزمنه توګه ترسره کړي، د علامه سیدجمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ.

په دغو مراسمو کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شول، په پیل کې د جمهوررئیس د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل په دې اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست.

جمهوررئیس غني د امان ابراهیم خېل هڅې او خدمتونه چې ورسپارل شوې دندې یې په ژمنتیا او رېښتینولۍ ترسره کړي، وستایل او نوموړي ته یې د بریالیتوب دعا وکړه.

امان ابراهیم خېل د یاد نښان د ورکړې په خاطر د مننې پر مهال یو ځل بیا هیواد او خلکو ته د خدمت په موخه خپله ژمنتیا څرګنده کړه.