د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د اسیا زړه – استانبول پروسې نهم کنفرانس او د افغانستان لپاره د جینوا کنفرانس د بریالي ترسره کولو په خاطر د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر ته د غازي امیر امان الله خان دولتي نښان او د یاد وزارت سیاسي معین میرویس ناب ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ.
په ګلخانې ماڼۍ کې نن له غرمې مخکې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، لومړی د جمهوررئیس د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل په دې اړه د جمهوررئیس فرمانونه ولوستل.
جمهوررئیس غني محمد حنیف اتمر ته د غازي امیر امان الله خان دولتي نښان او میرویس ناب ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال د ورکړې پرمهال دواړو ته په ورسپارل شویو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
په پای کې د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر او د یاد وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب د یاد نښان او مډال د ورکړې په خاطر له جمهوررئیس څخه په مننې هیواد او هیوادوالو ته د خدمت په موخه یو ځل بیا خپله ژمنتیا وښوده.