جمهوررئیس غني د ملي پولیسو دوه سوه بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

جمهوررئیس غني د ملي پولیسو دوه سوه بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د ملي پولیسو ۲۰۰ بستریز روغتون ته ولاړ، د ناروغانو د پالنې ډول او د یاد روغتون عمومي وضعیت یې وارزاوه.

یاد روغتون ته د ورتګ پر مهال د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د جمهوري ریاست چارو ادارې لوی رئیس د جمهوررئیس ملتیا کوله، په پیل کې اړوندو مسوولینو د روغتون د عمومي وضعیت او ناروغانو د درملنې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني ناروغانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا وکړه او د ملي پولیسو دوه سوه بستریز روغتون مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د ناروغانو د پالنې، درملنې او معیاري خدمتونو په برخه کې له ټولو امکاناتو کار واخلي.

د یاد روغتون مسوولینو او معالج ډاکټرانو جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې ناروغانو ته به د ښې رسېدګۍ او روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې هیڅ راز هڅې ونه سپموي.