جمهوررئیس غني د متراکمو او غیر متراکمو باغونو جوړېدو د کار پیل په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

جمهوررئیس غني د متراکمو او غیر متراکمو باغونو جوړېدو د کار پیل په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د متراکمو او غیر متراکمو باغونو جوړېدو د کار پیل په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په دغو مراسمو کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شول، لومړی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکتر انوارالحق احدي د دغو باغونو د جوړېدو په اړه چې د جمهوررئیس له سلو ژمنو څخه یوه ده، جزئیات وړاندې کړل.
هغه د کرنې سکتور څخه د جمهوررئیس د ملاتړ د مننې ترڅنګ باغداري د کرنې یو اساسي بنسټ وباله وې ویل، د کرنې وزارت د اساسي لومړیتوبونو پر اساس، په باغدارۍ سکتور کې نن په ۱۳ ولایتونو کې له یو زر او ۲۰۰ هکټارو څخه د زیاتو نویو باغونو جوړېدو کار پیلوو. په دغو باغونو کې متراکم او غیر متراکم شامل دي او داسې باغونه به وي چې په راتلونکي کې د میوې د سوداګرۍ د زیاتوالي لامل کېږي او ورسره به کرنیز صادرات چې د افغانستان د صادراتو عمده برخه ده، زیات شي.
جمهوررئیس غني د یادو معلوماتو تر اورېدو وروسته وویل، کرنه، مالداري او باغداري د ټولنې د ثبات اساس جوړوي او دولتي او خصوصي سکتورونه باید د کرنې او باغدارۍ پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړه، په کرنه او باغدارۍ کې پانګونه سلګونه زره کورنیو ته د کار زمینه برابروي او رسمي اقتصاد پیاوړی کوي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، هوایي دهلېزونه جوړ شوي او د هیواد ډېری صادرات کرنیز اقلام جوړوي. هغه وویل، د هیواد کرنیزو محصولاتو لپاره اصلي ستونزه د بازار نشتوالی نه، بلکې د پروسس مرکزونه دي او باید په دې برخه کې لا زیات کار وشي او د پروسس مرکزونه جوړ شي.
د هیواد جمهوررئیس وویل: داسې ناسم ذهنیت رامنځته شوی چې ګواکې ځوانان په کرنه کې راتلونکی نه لري، برعکس ځوانان د کرنې په برخه کې ښه راتلونکی لري، ځکه د افغانستان ځمکه، هوا او مېوې د نړۍ په کچه متفاوتې ځانګړنې لري.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې د کلیو پراختیا وزارت، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او اړوندو بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره په هیواد کې د باغدارۍ د ودې او پراختیا لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.#