جمهوررئیس د ملي پولیسو او ملي امنیت ۱۶ تنو منسوبینو ته دولتي مډالونه ورکړل

جمهوررئیس د ملي پولیسو او ملي امنیت ۱۶ تنو منسوبینو ته دولتي مډالونه ورکړل

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار په چهار چنار ماڼۍ کې د شپږنیمو غونډه کې د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شپاړسو منسوبینو ته د بریال دویمې درجې دولتي مډالونه ورکړل.

په پیل کې د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد یادو منسوبینو ته د مډالونو د ورکړې په اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست. په فرمان کې راغلي و چې دغو منسوبینو په مېړانه او رښتینولۍ خپلې دندې ترسره کړي او دغه مډالونه یې د کړنو د تقدیرولو په موخه ورکول کېږي.

د جمهوررئیس له لوري یادو منسوبینو ته د مډالونو له ورکړې وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د شپږنیموغونډو د لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، د ژمنو تعقیب په یو اصل بدل شوی او د دوامداره هڅو په نتیجه کې په کابل کې د جرمونو ګراف په بېساري ډول راټیټ شوی او له دولتي خدمتونو د خلکو د رضایت کچه لوړه شوې ده.

جمهوررئیس د هغوی د راپور او معلوماتو تر اورېدو وروسته د شپږنیموغونډو لاسته راوړنې وستایلې وې ویل، تاسو د ګروپي مدیریت په نتیجه کې مثبت تغییرات راوستي، ظرفیت لرئ، دوام ورکړئ او زه ستاسو بشپړ ملاتړی یم.

جمهوررئیس غني له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې وویل، په معاصر تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی، موږ له دوو کلونو راهیسې دې ورځې ته بشپړ چمتوالی لرو او د هغوی د وتلو لپاره مو هر اړخیز پلان برابر کړی.

جمهوررئیس وویل، موږ د خپلې خاورې د ساتنې بشپړ چمتوالی لرو اود دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، یو د جمهوریت صف دی او بل د دښمن، هغوی چې د جمهوریت په صف کې نه درېږي نور ورته په دولت کې ځای نشته. طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ راز دیني مشروعیت نه لري او یو په بل پسې د اسلامۍ نړۍ د دیني علماوو ټولنو د افغانستان جګړه ناروا بللې ده.

جمهوررئیس له افغانستان سره د سیمې هیوادونو د اړیکو بیاکتنې ته په اشارې وویل، نن د پاکستان لپاره د تصمیم ورځ ده، که زموږ هیواد نارامه وي د دوی هیواد به هم ناارامه وي او که زموږ هوساینه غواړي دوی به هم هوسا شي. د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د دوی په لاس کې دی او د دوستۍ په صورت کې افغانستان تیار دی چې د سیمې او نړۍ هیوادونو د همکاریو په زیاتوالي کې له پاکستان سره همکاري وکړي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، زموږ لیدلوری ملي حاکمیت، جمهوریت، ولسواکي، اباد، ازاد او خپلواک افغانستان دی ، که طالبان په دې چوکاټ کې سوله کوي زموږ غېږ ورته پرانېستې ده او له هغه پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده. موږ د ډار نه، د ټینګې ارادې خلک یوو.