جمهوررئیس د المان او ایټالیا سفیرانو سره وکتل

جمهوررئیس د المان او ایټالیا سفیرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په کابل کې د المان سفیر اکسل زیډلر او د ایټالیا سفیر ویټوریو سنډالي سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.

جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د المان او ایټالیا سفیرانو سره په جلا جلا کتنو کې له یادو هیوادونو سره د افغانستان د دوستانه اړیکو د لا پراختیا او د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګ په اړه بحث او خبرې وکړې.