جمهوررئیس غني د مخکېني جمهوررئیس جلالتمآب حامد کرزي د روغتیايي حالت پوښتنه وکړه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د ټلیفوني تماس له لارې د هیواد د مخکېني جمهوررئیس جلالتمآب حامد کرزي د روغتیایي حالت پوښتنه وکړه.

په دغه ټلیفوني مکالمه کې، جمهوررئیس غني د هیواد مخکېني جمهوررئیس ته د خدای تعالی په دربار کې د روغتیا او سلامتۍ هیله وکړه.#