د مهمند نړیوال روغتون پرانیسته کې د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا متن

د مهمند نړیوال روغتون پرانیسته کې د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا متن

بسم الله الرحمن الرحیم

ډېر  دروند ورور جناب معاون صاحب اول د ریاست جمهوري جناب امرالله خان صالح، د کابینې ټول محترم غړي، د کندهار محترم والي صاحب، د کندهار ټول درانه مشران، ځوانان، محترمې خویندې، د امنیتي او دفاعي قوا جناب لوی درستیز  صاحب او ارشد امنیتي معین صاحب، جناب واحدي صاحب، ډاکتر صاحب محب، خصوصي سکتور، ټول مشران غضنفر صاحب، الکوزی صاحب او ټول د هر یوه نوم نه اخلم، ډېرو درنو ډاکتر صاحبانو.

 نن ویاړم په داسې روغتون کې یم چې ټول افغانستان ورباندې ویاړي. کندهار د تاریخ  په اوږدوکې لوی کارونه کړي. ساده یې درته ووایم، میرویس نیکه او احمد شاه بابا افغانستان وګاته، مګر نن کندهاریانو بله لویه کارنامه وکړه. د دې روغتون د جوړولو کارنامه لکه د کمال خان بند د جوړولو ده، نو زه نه یوازې کندهار  او کندهاریانو ، بلکې ټول افغانستان ته مبارکي وایم.

مونږ له کندهار نه دغسې نوښتونه غواړو، لکه چې سعید صاحب پانګونه وکړه، جناب کرزي صاحب عینو مېنه باندې پانګه واچوله، اوس په منطقه اوافغانستان کې د کندهار انځور نوی کندهار دی. دا ویجاړ کندهار نه دی، دا د نفاق کور نه دی، دا د جوړولو ځای دی، دا د اتفاق کور دی.

له والی صاحب خانزاده او  ټولو کندهاري ځوانو پانګوالو مننه کوم چې ودرېدل. همدارنګه له خپلو ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونومننه کوم چې په ارغنداب کې ولس ته ورسېدل او د ولس درد باندې پوه شوئ، د ارغنداب محترمو ولسونو سره به زه وروسته وګورم.

نن زه غواړم د دې روغتون په څو خصوصیتونو باندې وغږیږم.

لومړی ستاسې مرحوم پلار ته دعا کوم، کاشکې چې نن راسره وای، روح یې له مونږ سره دی او تاسې باندې ویاړي، چې داسې صدیق زامن یې تربیه کړي. زه مبارکي درکوم چې د ده وصیت مو پر ځای کړ او د مهمند ګروپ په هره برخه کې که پوهنه ده، روغتیا ده او صادرات دي لوی کارونه یې کړی دي. غواړم د افغانستان له نویو پانګوالو څخه چې تاسې یې استازیتوب کوئ  د زړه له کومې درنه مننه وکړم.

ښه کیفیت باندې سړی ژر پوهېږي. دا د عملیات خونې چې تاسې ترتیب کړي، واقعاً بېسارې دي. ډاکتر  صاحب فضلي ماته ګزارش راکړ، په سویډن او  انګلستان کې چې هلته ده ډاکتري کړې، داسې خونې کمې پیدا کېږي، نو حاجی صاحب صدیق اول ټول وړاندیزونه مو منظور دي، د مالیې، سوداګرۍ او نور محترم وزیر صاحبان به درسره کار وکړي او معلومدار جناب مجروح صاحب.  مجروح صاحب تاسو ته خاصتاً نن مبارکي وایم، ځکه زمونږ د روغتیا په تاریخ کې نن یو نوی فصل دی.

دویمه غوښتنه مې له پانګوالوده، همغه ډول چې زموږ ویاړلې امنیتي او دفاعي قوا په اول خط کې دي تاسې د افغانستان د اقتصاد د ساتنې او پالنې په اول خط کې یئ.

امروز روزی است جناب غضنفر صاحب که سکتور خصوصی، دولت، قوای امنیتی و تمام ما در یک صف واحد آبادی افغانستان ایستاد شویم.

که نور خلک بې لارې دي او ښکلی ارغنداب خرابوي موږ به یې بیا جوړ کړو، بیا جوړ کړو، بیا به یې هم جوړ کړو. بین المللي قوا ووتله، اوو کاله مخکې ما درته وویل چې وځي. دوه کاله مخکې ما ولسمشر ټرمپ ته وویلې چې راشئ ووځئ، هر دلیل چې د جګړې و، ختم شو. نن افغاني همت، افغاني اتفاق، افغاني اراده او افغان درک پکار دی.

 راشئ په اتحاد، په اتفاق، په یووالي دا وطن جوړ کړو. دردونه دومره ډېر دي چې په هر یو باندې پټۍ کېښودل زموږ او تاسو وجیبه ده، نو راشئ میرویس نیکه ته وګورئ، احمدشاه بابا ته وګورئ. زموږ مشرانو ته وګورئ د عقل، اسلام، افغانیت او پښتنیت لاره، دا یوه لار او هغه هم د مستقل او ازاد افغانستان لار ده.

راشئ چې شکرپاره صادره کړو، انار صادر کړو مریض ولې د باندې لېږو؟

پر دې خصوصیت مو واقعاً ویاړم، نن ګورئ د هلمند رخام، د هرات مرمر، د کڼر لرګي دا ټول د افغانانو په پیاوړو لاسونو باندې په یو شي بدل شوي چې انشاالله تعالی پېړیو کې به پاتې شي. ټولو ته دې مبارک وي او نورو پانګوالو ته مې نعره دا ده چې راشئ کندهاریانو سره مثبت رقابت وکړئ، په ټول افغانستان کې همدغسې روغتونونه جوړ کړئ. او مهمند ګروپ ته هم وایم د افغانستان هر بل ځای کې چې دا ډول پانګه اچوی په سر او سترګو.

تل دې وي افغانستان

یشه سن افغانستان

زنده باد افغانستان  او پاینده باد کندهار او کندهاریان.