ولسي غونډې ته د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا بشپړ متن

ولسي غونډې ته د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا بشپړ متن

بسم الله الرحمن الرحیم

درنو کندهاریانو، اتلانو، د لوی احمدشاه بابا، د ستر میرویس خان، د نازو انا او د زرغونی انا اولاد! وکیل صاحبانو، ډېرو درنو مشرانو، ځوانانو، خوېندو،له کابله راغلو ټولو وزیر صاحبانو، مشرانو، خصوصي سکتور، جناب فضلي صاحب، ډاکټر صاحب محب، جناب لومړی معاون صاحب، لومړی تر ټولو د بشریت د ستر پېشوا تحفه در وړاندې کوم:

السلام علیکم و رحمته الله و برکاته!

داپګړۍ او دا څادر د احمد شاه بابا او میرویس نیکه نښان دی. نن یوه عجیبه پېښه وشوه. زه راغلم تاسې ته ډاډ درکړم چې خارجیان وتلي، څه نه کېږي، خو تاسې ماته ډاډ راکړ، زه غواړم چې ټول افغانستان نن د افغانستان  له سیاسي زړه کندهار څخه د ډاډ،  اطمینان، یووالي ، اتفاق او ودې  پیغام واوري.

کندهار په خپل والي باورمند دی، په ځان باورمند دی، په جمهوریت باورمند دی نن ګورئ، سهار د مهمند ګروپ (مننه مهمند صاحب)، لوی ترینه پانګه یې په پر یوه روغتون وکړه چې نه یوازې په افغانستان، بلکې په منطقه کې بېسارې دی. دا په ډاډه زړه کېږي،  مننه کندهاریانو.

والي صاحب جګ شو تاسې ټولو ته یې وویل، که بې اعتباره یاست، دا ګز او دا میدان خپلې خبرې وکړئ، تاسې ورته چکچکې وکړې، زه هم ورته چکچکې کوم. ارغنداب، زما زړه به همېشه ارغنداب سره تپېږي، مګر نن ارغندابیانو دوه خبرې وکړې، اول یې د خپلو زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه، دویم  له خپل  ولسمشر یې وغوښتل چې راشه مشکلات مو حل کړه.     

 محب صاحب، لوی صاحب د امنیتي او دفاعي قواوو په استازیتوب تاسې ټولو نه مننه کوم چې ارغنداب او کندهار ته مو توجه وکړه او اطمینان ولرئ چې کندهار  زما د ټولو لومړیتوبونو په سر کې دی. 

درېیم، ټوله خبره مو د جوړولو، ابادولو،  بیارغاونې او ودې ده. دې فضا ته زه هرکلی وایم او ژمنه کوم چې ټولې ادارې به اصلاح شي چې د ولس غوښتنې تر سره کړي او دا چې فضل د خدای له ډېرو وزیر صاحبانو مو مننه وکړه دا خو واقعاً نادره کیسه ده. نو مننه جناب خانزاده صاحب چې له کرزي صاحب، حمیدي صاحب، احدي صاحب، کریمي صاحب، مجروح صاحب او له ټولو مو مننه وکړه، دا واقعاً د ویاړ او افتخار ورځ ده، وزیر صاحب د مالیې، وزیر صاحب د تجارت او د ښځو چارو وزیرې نه مو مننه وکړه.

ستاسې عملي وړاندیزونه جناب والي صاحب، دا ۳۸۰۰بستونه چې درکړل شوي دي، مونږ او تاسې به یو ضرب الاجل ټاکو، محترمه وزیر صاحب د معارف چې دا باید له څلور میاشتو نه ډېرتر وخت ونه نیسي. هر رقم تشکیل چې په کار دی  دا تشکیل به درکوو جناب وکیل صاحب.

د روغتیا برخه کې مو ژمنه واضح ده، ما تر اوسه پورې داکال چې تېر شو، شپېته جلسې په روغتیا باندې نیولي او تاسې وینئ چې زه هره ورځ یو یا بل روغتون ته ځم. تاسې ولیدل چې زما عملیات  لوی عملیات وو، اما د افغان ډاکټر چاړه په ما باندې  ښه لګېږي، نو اوس چې مې تقاضا ډېره کړې ده، اصلاحات به هم پکې راوړو او کندهار ته، مجروح صاحب! د میرویس نیکه د روغتون وضعیت د منلو وړ نه دی، بدلوې به یې!

له خصوصي سکتور نه زه واقعاً مننه کوم، د کندهار خصوصي سکتور، سعید صاحب، مهمند ګروپ، فارما ګروپ، جناب کرزي صاحب، نورو ټولو نه، پانګه مو اچولې ده. د صنعتي پارکونو هره ستونزه چې وي، زما ژمنه داده چې ما ټولو وزیر صاحبانو او والي صاحبانوته صلاحیت ورکړی که څوک ودرېدل، مخه یې ونیسه، کرزی صاحب لېرې یې کړه. خانزاده صاحب لېرې یې کړه. هغه ده ومو لیدل چې پاینده صاحب، په امر او صلاحیت باندې راغی، دوه رئیسان چې په کار نه وو دواړه یې درته لېرې کړل.

والي صاحب څوک چې کار نه کوي زما لخوا صلاحیت لرې، لېرې یې کړه او دا کار چې محمود خان کرزي صاحب شروع کړی، ځمکه باید د ولس د ودې لپاره وي، نه د دې لپاره چې یا غصب شي یا ویجاړه پاتې شي. په کندهار کې لوی امکانات شته، زه غواړم چې د کندهار خصوصي سکتور  او ټول افغانستان ته ډاډ ورکړم چې مونږ تاسې سره یو لاس یوو او غواړو چې دا اقتصاد په پښو ودرېږي.

راشئ! څه ستونزه چې لرئ، هره اونۍ زه ارګ کې له خصوصی سکتور سره ګورم، که د فدراسیون له لارې وي، د فدراسیون بور‌ډ ټول غړي دې راشي او هره اونۍ کې دې یوه جلسه مونږ سره ونیسي  چې ستونزه مو حل کړو. والي صاحب څو وړاندیزونه مو هم درلودل، مننه کوم له هغې برخې نه چې عملي کېږي.

لومړۍ، زه ستاسې د وړاندیز هرکلی کوم چې دا ساحه نه یوازې د ولایت موزیم شي، بلکې زه غواړم چې احمدشاهي ښار  موږ بېرته ژوندی کړو، په هماغه طریقه چې احمد شاه بابا یې اساس اېښي وو. تاسې لاړ شئ عینو مېنې ته، منځ د کال کې یا راتلونکي کال لپاره به انشالله و تعالی بودجه درته برابره کړو، بالکل، دا ضرور ده.

چمن نه تر کندهار پورې د رېل پټلۍ ضرورت دی او زموږ په لومړیتوبونو کې ده. موږ غواړو چې د رېل پټلۍ ته انشالله و تعالی وده ورکړو، تاسې به ګورئ هغه ارزو چې خلکو ویلې چې ممکنه نه ده، په بدلېدو کې ده، دا شی به ډېر تغیرات ولري. جناب پاینده صاحب په لومړیتوبو کې مو، ځکه یوه سروې چې د پاکستانیانو لخوا شوې وه، اصولي نه وه، دېته به ژرتر ژره لومړیتوب ورکوو او انشالله و تعالی دا به کېږي.

 الکترونیکي تذکرو کې به چټکوالی راشي جناب فضلي صاحب دا چې کندهاریان درنه خوښ دي، خدای دې درنه خوښ اوسي، مخصوصا تاسې دواړه محب صاحب او فضلي صاحب چې څنګ په څنګ ناست یاست له دواړو نه مو خوښ دي. فضلي صاحب نه مننه کوم چې ما ته یې ډېر واقعي راپور راوړ او تاسې ولېدل کله چې جناب خانزاده صاحب ماته ستاسې  مشخص نظریات راځي،  اطمینان ولرئ چې په چټکتیا پرې تصمیم نیول کېږي او ضرور ده چې د کندهار د ټولو برخو تشکیلات، خاصتاً د پوهنې، روغتیا او د لوړو تحصیلاتو جناب بالا کرزی صاحب، دا باید نورو همزولو ولایتونو سره یو شان شي. دا یې اول قسط دی، دا یې اخر قسط نه دی.

زما وړاندیز ډېر ساده دی، جناب والي صاحب د کندهار ټول پانګوال ، مشران، علمای کرام او د ولسوالیو سره را ټول کړئ چې مونږ او تاسو د ودې پر یو پروګرام راشو.

نن نه ۲۴۷ کاله مخکې ستر احمد شاه بابا د اوسني افغانستان تهداب کېښود. مونږ او تاسې باید ځان ته یو هدف وټاکو، یوه موخه و ټاکو، چې د ستر احمد شاه بابا (۲۵۰)مه کلیزه څنګه نیسو او په څرنګه ودان کندهار کې یې نیسو؟ یو کاري ګروپ جوړ کړئ چې دری کلن لید د کندهار په اساسي توګه راشي چې هر وارې موږ او تاسې په نورو شیانو باندې ونه غږېږو او په واضح توګه پوه شو چې څه به د خصوصي سکتور په مټو کوو، څه به د ولس په مټو کوو او څه به دولت کوي. نو دلته زه  ستاسې ټولو همغږي غواړم.

څو نورې خبرې په عمومي توګه، زه به لنډ وغږېږم، ما غوښتل چې اوږده وینا وکړم مګر لمانځه ته باید لاړ شو.

لومړی دا ده چې په ځان باندې ډاډ ولرئ، افغانستان باندې ډاډ ولرئ، د میرویس نیکه، د احمد شاه بابا، د وزیر اکبر خان، د امان الله خان او زموږ د ټولو نورو اتلانو روح نن موږ سره درېدلی دی. موږ دا اجازه نه ورکوو چې دا فصل د جمهوریت، نیمګړی شي.  که دا مو وکړل د امان الله خان روح به مو هم ونه بخښي او د احمد شاه بابا روح به مو هم نه بخښي.

دویم: صالح صاحب  تاسې ته تشریحات درکړل، بین المللي قواوې وځي انشالله،  زموږ او تاسې ژمنه داده چې په عزت او قدر یې باسو، ځکه له موږ سره  یې مرسته وکړه؛ مګر اوس د هغه رقم مرستې وخت تېر دی. موږ چې همېشه دا خاوره ساتلې، بیا بیا به یې ساتو. نو اوس امنیت د ولس کار دی، ځواکونه به په لومړي صف کې وي، مګر ټول ولس باید د افغانستان د ثبات، جوړېدو او ویاړ ساتلو لپاره  په یو صف کې ودرېږي.

زه دا هم غواړم درته څرګنده کړم چې په امنیتي برخه کې تړونونو تغییر کړی، اما هیڅ نوع بدلون زموږ د ویاړلو امنیتي قواو د پالنې، تمویل، د پیسو او تجهیزاتو په برخه کې ندی راغلی. تړونونه د درې نورو کلونو لپاره هم پر ځای دي او دا ټول په وضاحت سره دي. که مثال مو هم غوښت د امریکا دولت اعلان وکړ چې نور درې سوه ملیونه ډالر په مستقیم ډول د افغانستان صندوق لپاره ورکوي، دا زما یوه غوښتنه وه چې فوراً یې ورباندې عمل وکړ.

په اروپا، کاناډا یا استرالیا کې داسې مملکت نشته چې په خپلو ژمنو کې یې تغییر راوستی وي، نو اقتصادي ژمنې، بشري ژمنې او خاصتاً په سیاست کې موږ سره درېدل، ټول پر ځای دي. نن به  دلته، کندهار ټولې نړۍ ته دا پیغام ولري چې د افغانستان سیاسي زړه په جمهوریت او نظام باندې درېدلی، پر ځان او افغانستان باورمند دی.

 درېیمه خبره داده چې موږ په خپل تاریخ کې لحظې لرلې. زه هغه ته د شېر سرخ لحظه وایم، د شېر سرخ شېبې ته ګورئ ،  هلته چې احمد شاه بابا ودرېد، اندېښنې وې. افغانانو دربدري لیدلې وه، مهاجرت یې لیدلی وو،  مازندران کې پراته وو. راغلو، اتفاق مو وکړ، اتحاد مو وکړ، په لوی ترین قدرت د منطقې بدل شو او ټول د احمد شاه بابا له نومه لړزېدل.

اوس بیا د شېرسرخ شیبه ده. ټول افغانان دې په اتفاق سره په یو صف کې ودریږي، ځکه جمهوریت خو زما نده، نه مې پلار راکړی، نه مې نیکه. د افغانستان ولس راکړی او د افغانستان ولس به یې زما جانشین ته ورکړي.

په دې وخت کې زه غواړم ټولو ته اطمنان ورکړ م چې  د جمهوریت لمن، غېږ او حوصله زښته ډېره پراخه ده. تېره شپه مې له دروند ولسمشر ښاغلي کرزي صیب سره ډېر تفصیلي بحث درلود، زما او د ده په منځ کې مطلق اتفاق دی او د افغانستان ټول سیاسي قشر به موږ ټول کړو.

زموږ دا بله شېبه هم ده. دېته امریکایان د کېنيډې شېبه وايي. کېنيډې د امریکا هغه ځوان ولسمشر و، چې خپل ولس ته یې وویل، نن هغه ورځ نه ده چې تاسې له حکومت نه څه وغواړئ، نن هغه وخت دی چې تاسې خپل مملکت ته څه کوئ؟ ولس ته مو څه کوئ؟

نن دغه شېبه راغلې چې هر افغان پر افغانیت، اسلامیت او جمهوریت باندې ودرېږي. مانا د دې څه ده؟ ډېره ساده، کار اهل کار ته وسپارئ او ښه غوره حکومتولي منځته راوړئ چې دولت د ټولو شي. ما هیڅ وخت، هیڅ سیاستوال ته، هیڅ برخې د افغانستان ته په سپکه نه دي کتلي او نه مې هم سپکې ویلي دي.  

اوس خبره د دې ده چې موږ باید روژې ته تیار شو، ملاوې وتړو او په واضح توګه مخکې لاړ شو.

اخري خبره مې داده، یو څه غواړو او هغه شی چې غواړو اووه برخې دي.

لومړی: خپلواکي. پس له دې نه به پردي د افغانستان ملي فیصلو کې داخل نه وي او موږ به خپله په خپلواکۍ فیصله کوو.

دویم: ولسواکي. ولسواکي زموږ په اساسي قانون کې پرته  ده، که طالبان غواړي چې اساسي قانون کې تغییر راشي، اساسي قانون کې ځای لري او لاره یې هم واضح ده راشئ چې لویې جرګې کې سره کېنو. زر نفره راځئ، دوه زره نفره راځئ په سر او سترګو، کندهار، هلمند، هرات، کابل، ننګرهار یا هم خوست کې کېنۍ. راشئ چې سره کېنو. قطر کې څلور میاشتې په دې باندې لوبې روانې دي چې راځئ څنګه چوکۍ کېږدو او څوک چاته څه وايي؟ ټول عالي جنابان درته وایوو راشئ سره کېنئ.

دریمه خبره زموږ د ملي وحدت ده. افغانستان د ټولو افغانانو دی، هیڅ افغان پکې له بل افغان نه کم نه دی، حکومت او دولتداري  باید داسې راشي چې ټول یې خپل وګڼي. ګورئ په تورو شېبو کې چا افغانستان کې د بېلتون شعار جګ کړی؟ کوم بل بېرغ یې وړاندې کړی، دا خاوره خدای (ج) او پس له هغه نه ستر احمدشاه بابا موږ ته پرېښې ده او موږ به یې پالو او ساتو به یې.

څلورم: سوله ییز افغانستان غواړو. د پردیو له جګړو نه ستړي یوو، نور نه غواړو چې زموږ ملک او زموږ خاوره د نورو د جنګ میدان وي، نه یې پرېږدو او که څوک غواړي او دا بد نظر لري داسې به یې وشړو چې تاریخ کې به یې نوم پاتې شي. 

پنځم: اسلامي جمهوریت دی، زموږ له اساسي قانون نه بل اساسي قانون ډېرتر اسلامي بڼه نه لري. طالبان دې راشي زموږ له علمای کرامو، مشرانو او سپین ږېرو سره دې بحث وکړي. تاسې کوم افغان په زوره مېلمستیا ته بېولی شئ ؟ اما په رضا ورباندې روژه نیولی شئ که نه؟ دوی دې همدا ومني چې ټول افغان یوو، یواځې په منطق باندې سره ټولېږو او اسلام موږ سره تړي،موږ سره نه بېلوي. سختې شېبې چې راغلي دي، اسلام موږ سره ټول کړي یوو.

احمدشاه بابا له علماو سره نږدې و او  شاه ولي الله دهلوي دعوت ورکړ چې لاړ شه هندوستان ته، نو دې باندې باید خلک خبر شي.

د افغانستان اصلي اساس د اسلام په مبین دین باندې اېښودل شوی دی. مولوي صاحب عبدالواسع کندهاری د اسلام له سترو علماو څخه و. ټول شرعیات یې په دوو کتابونو کې چې تمسک القضات یې نوم وو، یو زرو یو سلو او څو مادو کې خلاصه کړ او د امان الله خان د اساسي قانون له هرې مادې لاندې یې ولیکل چې مطابق شریعت غرای محمدي است.

موږ داسې علما لرلي دي، کندهار مهد وو، حبیبي صاحب ، رشاد صاحب، بېنوا صاحب دا ټول له مدرسې نه راغلي وو او دلته باید پر دې پوه شو.

شپږم: موږ بې طرفه افغانستان غواړو. په اساسي توګه یې معنی څه ده؟ دا چې نور موږ د نورو په جګړو کې نه داخلېږو. خپل وطن خپله ابادو، اما نورو ته دا اجازه نه ورکوو.

اووم: افغانستان باید تړلی وي د رېل پټلۍ لویې پروژې، د برېښنا له مزو او نورو سره. افغانستان هر شی لري پرته له سولې. خوېندو او ورونو که سوله راغله انشالله و تعالی چټک انکشاف به وګورئ چې مخکې نه وو.

زما دویم پیغام پاکستان ته دی. موږ خو بدې ورځې تېرې کړي دي او په بدو ورځو کې بنډار کوو، هیڅ وخت غم پر موږ نه زورور کېږې، ځکه د ژوند اراده لرو. پاکستان ته د انتخاب وخت راغلی دی، یا به د ګټلو، ګټلو، ګتلو سیاست انتخابوي یا به هم د بایللو، بایللو او بایللو سیاست انتخابوي.

 د ګټلو سیاست څه دی؟

 یو: د افغانستان اسلامي جمهوریت او ولس سره د دوستۍ تړون وکړي امنیتي تړون ته به راشو چې پس له دې نه د دوی مداخله په افغانستان کې ودرېږي. طالبان د سولې مېز ته راولي . دا خو یواځې دا نه ده، خلک ورته وایي پناګاه. دا وړه خبره ده، پناګاه مانا داده چې خرقې شریفې غوندې بس نیول او چابه ورسره غرض نه کاوه. دا خو په دې مانا نه ده چې دکال کې به شل زره ټنه المونیم نایټریټ، وسله او مشاورین ورکوې. دا سلسله دې ودروي او د افغان ولس دوستي دې د څو سوو کلونو لپاره واخلي.

دویم: که موږ ته لاس راکړي، ټوله مرکزي اسیا موږ اماده کړې چې پاکستان واقعاً وده وکړي، د دوی راتلونکې وده له موږ پورې تړلې ده، لکه چې اوس د هلمند د اوبو کیلي له تاسې سره ده او ایران سره همغږي کوو، همدا ډول د رېل پټلۍ، تېل او د برېښنا مزي او ټول شیان به ستاسې په لاس کې وي، ګټه ډېره ده.

درېیم: که پاکستان  له موږ سره د سولې او همغږئ دریځ ونیوه، نن به نړۍ پاکستان سره ورته چلند وکړي. د امریکایانو او ناټو وتلو د پاکستان قیمت ډېر ټیټ کړی. په دې باندې پوهېږئ خوېندو او ورونو! خو ټول قیمت یې همدا وو چې افغانستان کې دا کوو او یا دا نه کوو، دا راکړئ   یا دا. پس لدې نه به څه وغواړي، غېر له ملامتۍ نه.

د بایللو، بایللو سیاست دا دی چې جګړې ته دوام ورکړي او په دې خوب کې وي چې دافغانستان ولس به ننواتې  ته راځي یا به د پنجاب حکومتداري مني، سل کالو کې نه! او که نه غواړئ چې په پښو ودرېږۍ منطقې سره، که افغانستان اباد نه وي، نو مرکزي اسیا ته به تاسې څنګه رسېږئ؟

درېیم: خدای ناکرده که د بایللو سیاست مو ولوباوه، نړۍ نه بېلېږئ. مشکلات مو زښت ډېر دي، لاره د حل، همغږي ده.

په طالبانو باندې مې نعره دا ده چې دغه بهترین وخت دی چې ټول افغانستان په خپلو خوېندو او وروڼو باندې بدل کړئ. انتخاب مو دادی، ایا افغانان یاست، افغانان منئ؟  نو نرخ لرو، جرګه لرو، راشئ په لویه جرګه کې کېنئ چې یوې فیصلې ته سره ورسېږو. که له ما ډاریږئ زه به انتخاباتو کې ونه درېږم او که له دې هم ډارېږئ چې کابل کې کېنم لاړ به شم لوګر یا به هم کندهار ته راشم. وطن له موږ ټولو نه اوچت دی.

د ازموینې وخت هغه وخت راځي چې تاسې تصمیم ونیسئ. لکه هغه متل دی وایي: چې ځان نه وي جهان  دې نه وي، خو زموږ برعکس دی، که افغانستان نه وي، زموږ ځان یې قربان او زما ځان یې سل وارې قربان.

په ګډه موږ او تاسې دا وطن جوړولای شو. اما خدای ناکرده، که مو د جنګ لاره ونیوله نه یې شئ ګټلی.  بیا به سولې ته راځئ، مګر هغه ورځ به  د افغانستان ولس په مراتبو لږتر ځای درکړي، نو وخت د دې دی چې سیاسي مسایل، سیاسي حل لاره غواړي او سیاسي حل لار داده چې موږ ټول سره یو ځای ودرېږو.

مګر جداً د جناب خانزاده صاحب، ټولو مشرانو، خویندو، وکیل صاحبانو، ولایتي شورا نه د زړه له کومې مننه کوم. د ارغنداب، شاولي کوټ، د ارغستان، ژېړۍ، پنجوايي او نورو ولسوالیو باندې واضح پوهېږو ، که نن ارغنداب باندې غږېدو ځکه ارغنداب تر ټولو ژوبل شوی اما ستاسې ټولو دردونو ته یو په بل پسې رسېدګي کوو .

 د دهلې خبره زه غواړم خلاصه کړم. ستاسې د شاولي کوټ خلک دې راته ووایي چې استملاک، په سر او سترګو د استملاک امر زه ورکوم. پیسې تیارې دي، د دهلې جنجال په دې کې نه دی چې پیسې نه لرو، څو کاله دي چې پیسې په بانک کې پرتې دي، ځکه مسئله د استملاک نه حل کېده، مسئله د استملاک حل کړئ دلته غواړئ که هلته، زه غواړم د اختر په درېیمه ورځ یې انشاالله و تعالی کار شروع شي. خدای مو ساته

تل دې وي افغانستان

یشه سن افغانستان

زنده باد افغانستان

تلپاتې دې وي کندهار او کندهاریان   #