جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل

جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن دیبورا لاینسسره د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، مېرمن دیبورا لاینس د افغانستان د سولې پروسې په تړاو د ملګرو ملتونو دوروستیو فعالیتونو راپور جمهوررئیس سره شریک کړ.

جمهوررئیس غني ماحول او د مناسباتو نوي فصل ته په پام د سولې په اړه د افغانستان دولت او خلکو ترجیحات اولیدلوری تشریح کړ.

جمهوررئیس له بین المللي همکارانو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو وغوښتل چې د سولې پروسې په اړه خپل لیدلورينویو واقعیتونو او د مناسباتو نوي فصل ته په پام برابر کړي.