جمهوررئیس غني د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسانو سره مشورتي ناسته وکړه

جمهوررئیس غني له سیاسي رهبرانو او د هیواد مطرح شخصیتونو سره د مشورتي ناستو په لړ کې، نن ماښام د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني او د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار سره جلا جلا وکتل. 

جمهوررئیس غني د ملي اجماع د پیاوړتیا او د پایداره او عادلانه سولې په اړه  د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسانو مشورې واورېدې او له هغوی سره په دې برخه کې په راتلونکو اقداماتو بحث او خبرې وشوې. #