جمهوررئیس غني د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اداري پلاویو سره وکتل

جمهوررئیس غني د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اداري پلاویو سره وکتل

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اداري پلاویو سره ماښام لمونځ ادا کړ او په روژه ماتي کې یې له هغوی سره له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو تر وتلو وروسته د نوي فصل په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې جمهوررئیس په هیواد کې د سیاسي او اقتصادي اجماع پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ له ملي شورا څخه وغوښتل، ترڅو په مهمو ملي مسایلو په ځانګړي ډول د پایداره او عادلانه سولې تامین لپاره د سراسري اجماع په اړه خپلې مشورې شریکې کړي.

جمهوررئیس زیاته کړه، له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو وتلو زموږ لپاره د ملي، سیمه ییزو او بین المللي پالیسیو د بیاکتنې فرصت برابر کړی او باید په راتلونکو دوو کلونو کې د ځان بسیاینې لپاره یوه واضح طرحه ولرو.
په دې کتنه کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال امرالله صالح وويل، له افغانستان سره د بين المللي ټولنې مالي او تخنيکي مرستې او ژمنې د تېر په څېر دوام کوي.

د جمهور رئیس دويم مرستيال استاد سرور دانش وويل، له بين المللي ټولنې سره د مناسباتو په نوي فصل کې د ملي شورا رول مهم دی چې هم د دولت ارکان تقويه او هم د امنيتي او دفاعي ځواکونو لا زيات ملاتړ وشي.

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اداري پلاویو د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ټینګار وکړ وې ویل، باعزته او پایداره سولې ته د رسېدو په موخه د ملي اجماع پياوړتيا لپاره د حکومت ترڅنګ ولاړ دي.