له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره د جمهوررئیس غني لیدنه

له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره د جمهوررئیس غني لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.
په دغه کتنه کې ډاکټر زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر په اړه جمهوررئیس ته د خپلو فعالیتونو په هکله راپور ورکړ.
جمهوررئیس غني له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، په نویو واقعیتونو د سولې پروسې پر عیارولو ټینګار وکړ.
جمهوررئیس زیاته کړه، سوله د افغانستان حکومت او خلکو ته استعجالیت لري، خو دغه بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي.#