مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي سره د جمهوررئیس غني لیدنه

مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي سره د جمهوررئیس غني لیدنه


جمهوررئیس محمد اشرف غني د هیواد له سیاسي رهبرانو او مطرح شخصیتونو سره د کتنو په دوام نن ماسخوتن د هیواد مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي سره وکتل.
جمهوررئیس غني د ملي او سیاسي اجماع د پیاوړتیا او د عادلانه او تلپاتې سولې د تامین په هکله د نوموړي او نورو مشرانو سلا مشورې مهمې وبللې او له نوموړي سره یې د افغانستان سولې د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړې.