د «د افغانستان د ګواښ او فرصت شېبه» تر عنوان لاندې د جمهور رئیس غني د مقالې پښتو ژباړه

د «د افغانستان د ګواښ او فرصت شېبه» تر عنوان لاندې د جمهور رئیس غني د مقالې پښتو ژباړه

د افغانستان د ګواښ او فرصت شېبه
د افغانستان او سیمې د سولې لارنقشه

د جمهور رئيس باېډن له لوري، د روان کال تر سپتمبر میاشت پورې له افغانستان د متحده آیالاتو د پاتې ۲۵۰۰ سرتېرو د ویستلو پرېکړه، د افغانستان او ګاونډيانو لپاره د عطف ټکی دی. د افغانستان حکومت د دې پرېکړې درناوی کوي او د حکومت، افغانانو، طالبانو او سیمې لپاره ورته د یوه فرصت او عین حال کې خطر په سترګه ګوري.د افغانستان اسلامي جمهوریت د منتخب زعیم په توګه زما لپاره دا، د سولې لپاره پر خپلې ژمنې د بیا ټینګار او د تحقق لپاره یې د لا ډېرو هڅو کولو یو فرصت دی.

ما په ۲۰۱۸ کال کې (طالبانو ته) د بې قید و شرطه خبرو اترو وړاندیز وکړ چې د هماغه کال په جون میاشت کې (د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ) د درې ورځني اوربند لامل شو. په ۲۰۱۹ کال کې چې ما (د سولې مشورتي) لویه جرګه را وغوښتله، د افغانستان حکومت یې موظف کړ چې طالبانو سره د سولې خبرې اترې پيل کړي. له هغه راهیسې زما حکومت د یوه داسې سیاسي توافق لپاره د ملي اجماع په رامنځته کولو کار کوي چې د افغانستان د اساسي قانون او د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې له ارزښتونو سره همغږی وي. زما حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره خبرو اترو ته دوام ورکړي. که چېرې یې هدف په هیواد کې د سولې تأمین وي، نو زه حاضر یم چې خپله د جمهوري ریاست دوره له ټاکلې نېټې مخکې پای ته ورسوم.د افغانستان د ملت لپاره، له هیواده د امریکایي ځواکونو وتل، له متحده ایالاتو سره زموږ د دوامداره مشارکت یوه بل پړاو ته ورتلل دي.

افغانستان په تېر وخت کې هم د بین‌المللي ځواکونو داسې وتل تجربه کړي چې پایلې درلودې. په ۲۰‍۱۴ کال کې زما د جمهوري ریاست د دورې له پيل سره سم، ۱۳۵ زره امریکایي او ناټو پوځيان له افغانستانه ووتل، هغه وتلو افغانانو ته دا فرصت ورکړ چې د امنیتي سکتور او هغه بنسټونو بشپړه رهبري په لاس واخلي چې د بین‌المللي همکارانو په مرسته رغېدلي وو. له هغه وخته تراوسه پورې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د جمهوریت ساتنه کړې او د دوو ملي انتخاباتو د ترسره کېدو زمینه یې برابره کړې ده. نن زموږ حکومت او امنیتي قواوې د ۷ کاله پخوا په پرتله ډېر قوي او مستحکم وضعیت کې دي او موږ کاملاً چمتو یوو چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د خپلو خلکو دفاع او خدمت ته دوام ورکړو.له بلې خوا، د دغو ځواکونو وتل افغانانو ته د خپل هیواد د واقعي حاکمیت موندلو فرصت ورکوي.

په تېرو شلو کالو کې، په افغانستان کې د څلوېښتو هیوادونو پوځیان مېشت وو. په نږدې راتلونکي کې به د طالبانو او نورو تروریستي ډلو پر وړاندې د نظامي روشونو ټولې پرېکړې د افغانستان حکومت کوي. په دې کې شک نشته چې اوس به طالبان د جګړې (د بهرني ځواک پر وړاندې د جهاد) توجیه او پلمه ونه لري.د متحده ایالاتو پرېکړې، طالبان او په پاکستان کې د دې ډلې ملاتړي غافلګیر او یوه انتخاب ته اړ کړل. دوی به بااعتباره همکاران شي؟ او که به د لا ډېرې بې نظمۍ او تاوتریخوالي عاملین شي؟ که طالبان دویمه (د بې نظمۍ او تاوتریخوالي) لار خپله کړي، نو د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه به ورسره وجنګېږي. که طالبان له خبرو اترو ځان لرې کړي، نو په اصل کې به د هدیرې سوله انتخاب کړي.

په دې برخلیک د اخته کېدو د مخنیوی لپاره باید طالبان د یوه سوله ایز افغانستان لپاره د خپل لیدلوري په اړه ځينې پوښتنې ځواب کړي، مثلاً دا ډول پوښتنې چې آيا طالبان به ټاکنې ومني؟ یا به د ښځو، نجونو او اقلیتونو په شمول، د ټولو افغانانو د حقونو د خونديتوب ژمنه وکړي؟ د روان کال د اپرېل په میاشت کې چې په استانبول کې د سولې لپاره کومه ناسته ترسره کېدله، په هغې کې د طالبانو له نه ګډون داسې ښکاري چې د پورته پوښتنو لپاره د طالبانو ځواب منفي دی. داسې ښکاري چې طالبان اوس هم سولې ته د رسېدو نه، بلکې د واک ترلاسه کولو لیواله دي. سیاسي توافق او د افغانستان په حکومت او ټولنه کې د طالبانو ادغام هغه یوازینۍ لاره ده چې موږ یې په مخ کې لرو. په عین حال کې، توپ د طالبانو په میدان کې دی.هغه راتلونکی چې افغانان یې غواړيافغانان بیا هېڅکله د نویمې لسیزې وحشت ته نه ورستنېږي. موږ نه یوازې د اتفاقي سولې په تمه اوزګار نه کېنو، بلکې د سولې د راتلو لپاره د اړین وضعیت او چاپېریال رامنځته کولو په موخه به ګام واخلو.

د امریکایي ځواکونو د وتلو خطرات په رسنیو کې په پراخه ډول ښودل شوي او منفي تبلیغات روان دي، خو څه چې په کې بیخي لږ ښکاري، د هغو فرصتونو په اړه بحث دی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو رامنځته کېږي. افغانان، همکاران یې او ذیدخله بین‌المللي اړخونه یو مستقل، اسلامي، ولسواک، متحده، بې‌طرفه او متصل افغانستان غواړي. د ۲۰۲۰ کال د اګست میاشتې، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې افغانانو د دې مطلوب حالت قاطع ملاتړ څرګند کړ. د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې چې ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۱۳ قطعنامه تصویب کړه، نړیوالې ټولنې هم د پورته یادو شویو مطلوبو اهدافو پر اساس خپله غوښتنه اعلان کړه او له دې سره واضح شوه چې نړۍ بیا د طالبانو امارت نه غواړي.سره د دې چې ډېر وضاحت نشته چې طالبان څه غواړي، هغوی اسلامي نظام غواړي او دغه اسلامي نظام په افغانستان کې شته، خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ یوه سیاسي توافق ته په رسېدو کې د بریالیتوب لپاره باید دغه ډله (طالبان) خپل مطلوب هدف په پوره جزیاتو او روښانه ډول بیان کړي.مذاکرات یو بااعتباره او بې‌طرفه منځګړی غواړی. په دوحه کې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو کې کوم بندبست رامنځته شوی، اوس په کې د منځګړي اړتیا تر پخوا ډېره لیدل کېږي او کمی یې ډېر احساسېږي. د دغه کار لپاره تر ټولو مناسبت بنسټ د ملګرو ملتونو سازمان کېدای شي.د مذاکري لومړني موضوعات باید مطلوب هدف ته رسېدل او هراړخیز اوربند وي چې نه یوازې د افغانانو ورځني ژوند ته سوله او آرامي راوړي، بلکې د سولې پروسې ته باور هم ور وبښي.

دا چې د سولې په زیاتره مذاکراتو کې پر اوربند توافق نقض شوی، نو په دې خاطر بین‌المللي نظارت ډېر مهم دی.وروسته باید د مذاکراتو اړخونه د یوې انتقالي دورې پر جوړېدو بحث او په دې اړه یوه پرېکړه وکړي. که څه هم د جمهوریت جوړښت باید په خپل حال پاتې شي، خو د سولې حکومت باید د ټاکنو ترسره کېدو لپاره د پلان جوړولو تر څنګ د نظام نظم او تدوام هم وساتي. د سولې د حکومت انتقالي دوره باید لنډه وي او ډېر زر باید د جمهوري ریاست، پارلماني او محلي ټاکنې ترسره شي چې له هغې لارې د هیواد نوې رهبري وټاکل شي. زه به په دې ټاکنو کې نوماند نه یم او د خپل جمهوري ریاست د رسمي دورې له بشپړولو مخکې به واک وسپارم، البته په هغه صورت کې چې اصلي هدف، زما د ځایناستي ماموریت هیواد ته د سولې راوړل وي.دغه مذاکرات به له سختو موضوعاتو سره مل وي، د دې په شمول چې طالبان به له هغه پاکستان سره خپل روابط څنګه ختموي چې د دوی لوجستیکي، مالي او د جلب و جذب ملاتړ کوي؟ دې مذاکراتو کې باید طالبانو او القاعدې په اوسنیو اړیکو خبرې وشي چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰ کال په راپور کې یې جزئيات راغلي دي.

نو دا ډېره اړینه ده چې د افغانستان حکومت او طالبان د اسلامي دولت (داعش)، القاعدې او نورو تروریستي ډلو پر وړاندې د مبارزې په روش سره توافق وکړي او زموږ موافقتنامه ترهګرۍ سره د مبارزې په هغه چارچوب کې شامله وي د سیمې د هیوادونو او بین‌المللي سازمانونو د ملاتړ تضمین ولري. دا موافقت‌نامه باید د لوړې کچې سیمه ایزې دیپلوماسۍ دوام هم وساتي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی هم باید په کې وي.افغان حکومت او طالبان چې یوه توافق ته ورسېږي، بیا باید افغانان دغه توافق په ښکاره ډول، په هیواد کې د ملي اجماع د لوړې مرجع یعنې لویې جرګې له لوري تایید کړي، لویه جرګه له هر ولایته د ښځینه او نارینه ولسي رهبرانو لویه غونډه ده.طالبان له تېرو شلو کالو راهیسې، په افغان ټولنه کې له شمولیته محروم دي او لویه جرګه د دوی د رهبرۍ لپاره یو ښه فرصت دی چې په کې د ولس له بېلابېلو اقشارو سره په تماس شي.پر سیاسي توافق له خبرو اترو، لاسلیک او تایید وروسته بیا تر ټولو سخته برخه پيل کېږي چې د توافقنامې تطبیق دی.

دا د سولې د اعمار پروسه ده. دا چې د لنډمهالو جوړښتونو د دایمي کولو تمایل تل موجود وي، نو د سولې حکومت باید ټاکنو ته لومړیتوب ورکړي.خو دې ټولو سره هم باید په دغه دوره کې انتقالي رهبري د حکومتولۍ په اړه ځينې سختې پرېکړې وکړي. اقتصادي وده، ښوونه او روزنه، روغتیايي خدمات او د دولت نور اساسي وظایف باید بې له ځنډه دوام وکړي. په دې برخه کې هر ډول ځنډ ولس د افغانستان ولس او اقتصاد ته فاجعه لرونکي پایلې درلودی شي. په انتقالي دوره کې باید ځيني نوي لومړیتوبونه هم وي، مثلاً د جنګي بندیانو خلاصون، د دولت، پوځ او ټولنې په ټولو سطحو کې د طالب جنګیالو ادغام او د هغو خلکو شکایاتو ته رسيدګي چې په تېرو دوو لسیزو جنګ کې یې خپلوان، شتمنۍ او د ژوند معیشت له لاسه ورکړي دي.د نوي منتخب حکومت یو اساسي هدف به د سولې ساتنه او دوام او د توافقنامې تطبیق وي او دا ښايي په اساسي قانون کې ځينې تعدیلات هم وغواړي.

اساسي قانون دا واضح کړې چې د دولت د اسلامي تشخص او د اتباعو له اساسي حقونو پرته، نور هر څه د تعدیل وړ دي او ددې تعدیلاتو د اجراء لپاره په اساسي قانون کې واضح میکانیزمونه شته.نوی منتخب حکومت به همدارنګه (خصوصاً د ایران او پاکستان) د کډوالو بیا راستنېدو، د بېځایه شویو د ځای پرځای کولو او د ملي مصالحې له تل نادیده پرېښودل شوې مسئلې سره هم مخ وي. انتقالي اوربند باید داسې وضعیت ته لاره هواره کړي چې په هغه کې دولتي نهادونه د قوې د استعمال مشروع انحصار ولري او افغانستان به د سیمه‌ایزو شخړو د خطر کمولو لپاره دایمي بې‌طرفۍ ته اړتیا ولري. د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مجمع یا د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا به د افغانستان د بې طرفه موقف د ایجاد لپاره تر ټولو ښه ځایونه وي.راتلونکې لارهآن په ایډیال حالت کې به هم عادلانه او پایداره سولې ته رسېدل آسانه کار نه وي او له بده مرغه موږ چې په کوم وضعیت کې فعالیت کوو، دا ایډيال نه دی.

ډېر داسې خطرونه شته چې دغه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ شي او افغانان ښایي د سولې دا یو بل فرصت هم له لاسه ورکړي.د رسنیو د ناخواله اټکلونو له امله چې کوم د ابهام او بې‌باورۍ ذهنیت پیاوړی کېږي، دا ښايي ډېر افغانان هیواد پرېښودو ته لېواله کړي او بیا د کډوالۍ د هغه بحران د تکرار لامل شي چې په ۲۰۱۵ کال کې راغلی و او هیواد یې له هغو مستعدو افرادو تش کړی و چې هیواد ورته په هغه وخت کې اړتیا درلودله.بل خطر دا دی چې په انتقال کې انقطاع یا بې نظمي، په امنیتي برخه کې قوماندې او کنترول ته ګواښ پېښولای شي. د واک د لېږد لپاره باید یوه منظمه سیاسي پروسه وي چې امنیتي ځواکونه له هدایت او رهبرۍ لرې پاتې نه شي. همدارنګه دا هم مهمه ده چې متحده ایالات او ناټو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بودیجې د تأمین په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. دا هغه یوه مهمه ونډه کېدای شي چې نړیواله ټولنه یې په افغانستان کې د سوله ایز انتقال په برخه کې ولوبوي.دا خطر هم شته چې افغان سیاسیون ښايي د سولې په یوه منظمه پروسه کې سره راټول نه شي. په دې خاطر موږ دا اطمینان موندل غواړو چې د سولې پروسه همه شموله وي او نه یوازې داخلي سیاسیون او د افغان ټولنې بېلابېل اقشار، بلکې هغه سیمه‌ایز لوبغاړي هم په کې دخیل وي چې د سولې پروسې ته زیان رسولای شي.خو سولې ته لوی او اساسي خاطر د طالبانو ناسمه محاسبه ده.

طالبان اوس هم پر خپل دې روایت باور لري چې ناټو او متحده ایالات یې مات کړي دي. دا چې دوی ځانونه زورور ګڼي او سیاسي مشرانو یې هېڅکله خپله نظامي څانګه د سولې مفکورې منلو ته نه ده هڅولې، نو دا لوی خطر شته چې طالبان لا هم سیاسي توافق ته لیوالتیا ونه ښيي او د دې پرځای پوځي بریدونو ته دوام ورکړي. که داسې وشي نو زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه چمتو دی. لکه څنګه چې موږ طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتو یوو، همداسې ورسره د جګړې په میدان کې مخ کېدو ته هم چمتو یوو. په تېرو دوو کالو کې تر ۹۰ سلنه ډېر نظامي عملیات په بشپړ ډول پخپله افغان ځواکونو ترسره کړي. که طالبان د تاوتریخوالي لاره وټاکي دا به د مني او اوړي په موسمونو کې د سختې جګړې په معنی وي چې په پایله کې به یې طالبان تر دې بل هېڅ ښه انتخاب ونه لري چې بېرته د خبرو اترو مېز ته راستانه شي.د پاکستان ناسمه محاسبه هم سوله ګواښلی شي.

د مارچ په میاشت کې چې د اسلام آباد په امنیتي کنفرانس کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه کومې خبرې وکړې، په دې خبرو کې د پاکستان له لوري دا مثبتې اشارې ښکاري د سیمه‌ایز اتصال، سولې او رفاه لاره انتخاب کړي. دغه څرګندونې له افغانستان سره د هغوی په اړیکو کې له مخرب روش نه، رغنده روش ته یو ډول بدلون ښيي. اوس د دې وخت دی چې دغه ډول څرګندونې عملي شي.که پاکستان د طالبانو ملاتړ انتخاب کړي، نو دا به د افغانستان له ملت سره د دښمنۍ په معنی وي او پاکستان به له هغو ډېرو اقتصادي ګټو برخمن نه شي چې سوله او سیمه‌ایز اتصال به یې د دې هیواد لپاره ولري. پاکستان به یو منزوي شوی هیواد شي او د امریکایي پوځونو له ستنېدو وروسته به هېڅ امتیاز ونه لري.د پاکستان حکومت، د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د عمل د پلان په مقابل کې غبرګون ناسم محاسبه کړی و، خو د اسلام اباد لپاره لا ناوخته نه دی چې د سولې په منظمه پروسه کې د یوه شریک او ذیدخل په توګه راڅرګند شي.

سره د دې چې موږ د افغانستان اړوند یوه مبهم حالت سره مخ یوو، خو زما ټول تمرکز پر دې دی چې د بحران له دې اوږدې مودې نه تر ممکنه حده ښه پایله ترلاسه کړو چې هغه: یو مستقل، اسلامي، ولسواک، متحد، بې‌طرفه او متحد افغانستان دی. د دې هدف ترلاسه کولو لپاره تفاهم او قربانۍ ته تیار یم. د امریکایي ځواکونو وتل موږ لپاره یو فرصت دی چې خپل دغه مطلوب هدف ته نږدې شوو، خو دا یوازې په هغه صورت کې کېږي چې ټول افغانان او نړیوال همکاران د یوې واضح راتلونکې لارې په اړه تعهد ولري او په همدې مسیر پاتې شي.