د الحاج مولوي محمد کبابیاني د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د الحاج مولوي محمد کبابیاني د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام د هیواد نوموتی عالم او د سویلي زون د علماوو شورا مرستیال محمد کبابیاني د هرات په انجیل ولسوالۍ کې شهید کړ.

جمهوررئیس غني د دې وحشیانه برید د غندلو ترڅنګ وویل، شهید مولانا محمد کبابیاني پیاوړی عالم او د هیواد یو روحاني او خیرخواه شخصیت و چې د سولې د ټينګښت، یووالي او یو بل منلو په برخه کې یې هېڅ ډول هڅې درېغ نه کړې.

جمهوررئیس په ټینګار وویل، طالبان دې له ترور، وحشت او جنایت څخه چې د اوسني بحران حللاره نه ده لاس واخلي او د سولې پروسه دې ومني او تر دې زیات دې زموږ د بېګناه خلکو د وژلو لامل نه کېږي.

د هیواد جمهوررئیس د نوموړي کورنۍ، پلویانو، د هیواد علماوو او ټولو هیوادوالو ته د دې روحاني شخصیت د شهادت له امله د خپلې غمشریکۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کوي او نوموړي ته د لوی الله (ج) له دربار څخه د فردوس جنت او وارثینو ته یې د جمیل صبر دعا کوي.