ملي تدارکاتو کمېسیون ۴۳ تدارکاتي موضوعات وارزول

ملي تدارکاتو کمېسیون ۴۳ تدارکاتي موضوعات وارزول

د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې چې پرون مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه، د زېربنا، روغتیا او خوراکي توکو پروژو په ګډون پر ۴۳ تدارکاتي موضوعاتو بحث وکړ.

په پیل کې د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رئیس په ملي تدارکاتو اداره کې د وروستیو یو شمېر پرمختګونو په اړه معلومات غونډې سره شریک کړل.

همداراز کمېسیون د کونړ ـ نورستان سړک د پاتې برخو د جوړولو او د پکتیا ولایت د جانيخېلو ولسوالۍ اړوند د سړک جوړولو پروژې، د کندهار ولایت میرویس نیکه ۶۰۰ بستریز روغتون لپاره د روغتیایي وسایلو تدارک، د مرکز د روغتونونو لپاره د درملو تدارک او د اکسیجن د تولید د ماشین تدارک او د هرات ولایت نور الجهاد د ۱۲۵ مېګاواټ په ظرفیت د سب سټېشن جوړولو پروژه، تر بحث وروسته منظور کړې.