د اعلی سرقوماندانۍ غونډې د هیواد عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

د اعلی سرقوماندانۍ غونډې د هیواد عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه، نن ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د جمهوري ریاست دواړو مرستیالانو هم حضور درلود، د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د یاد راپور له اورېدو وروسته د دښمن د ګواښونو د دفع او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د لازیاتې همغږۍ په موخه لازمې لارښوونې وکړې.