د نړیوال بانک مرستیال سره د جمهوررئیس غني لیدنه

د نړیوال بانک مرستیال سره د جمهوررئیس غني لیدنه

جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د سویلي اسیا په چارو کې د نړیوال بانک مرستیال هارتویګ شیفر سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو په افغانستان کې د ملي پروژو د تطبیق په اړه چې د نړیوال بانک له لورې تمویلېږي، خبرې وکړې.

جمهورررئیس غني د ملي پروژو په هکله د افغانستان حکومت لومړیتوبونه تشریح کړل.

هارتویګ شیفر له افغانستان سره د نړیوال بانک د مرستو پر دوام ټینګار وکړ وې ویل، نړیوال بانک به د بېلابېلو زېربنایي پروژو د تمویل په برخه کې د افغانستان حکومت د لومړیتوبونو پر بنسټ عمل کوي.

د یادولو وړ ده چې د نړیوال بانک تخنیکي پلاوی به د افغانستان حکومت د بېلابېلو سکتورونو له استازو سره غونډې وکړي، ترڅو د پروژو د تمویل په برخه کې لازم اقدامات ترسره شي.