د اتریش نااستوګن سفیر خپل باورلیک جمهوررئیس ته وسپاره

د اتریش نااستوګن سفیر خپل باورلیک جمهوررئیس ته وسپاره

جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اتریش د نااستوګن سفیر نیکولاس کیلر باورلیک ومانه.

په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، دواړو لوریو د خپلمنځي اړیکو د پراختیا، د افغانستان سولې پروسې او د افغانستان او بین المللي ټولنې ترمنځ د همکاریو نوي فصل په اړه بحث او خبرې وکړې.

د اتریش نوي نااستوګن سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت پر پېلولو خوښي وښوده او د تېرو دوو لسېزو لاسته راوړنو د ساتنې پر مهال یې په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د خپل هیواد د همکاریو او مرستو د دوام ډاډ ورکړ.#