د بلجیم نااستوګن سفیر سره د جمهوررئیس د مخه ښې کتنه

د بلجیم نااستوګن سفیر سره د جمهوررئیس د مخه ښې کتنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د بلجیم نااستوګن سفیر فلیپ برونچاین سره د مخه ښې کتنه وکړه. په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د دوه اړخیزه همکاریو، د افغانستان د سولې پروسې او د افغانستان او بین المللي ټولنې ترمنځ د همکاریو نوي فصل په اړه خبرې وشوې. جمهوررئیس غني د دې ترڅنګ چې فلیپ برونچاین ته په راتلونکي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه، له افغانستان سره په دوو لسیزو کې د بلجیم د مرستو او همکاریو په ځانګړي ډول د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغه هیواد د ځواکونو د همکاریو قدرداني وکړه او د ګډو ارزښتونو په ساتنه کې یې د یاد هیواد رول مهم وباله. د بلجیم نااستوګن سفیر په افغانستان کې پخپل ماموریت خوښوي وښوده، د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د ښځو او بشري حقونو ارزښتونو په ساتنې د ټینګار ترڅنګ یې له افغانستان سره د خپل هیواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.